هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

د هوسا او خوښ شریک ژوند په اړه څو ټکي

 

ژباړه: غازي عابد

۱- که د ژوند ملګری دې نه غواړي یو کار وکړي یا په یو څه کې ګډون وکړي، ډیر فشار پرې مه راوړه چې باید ویې کړي.

۲- وفاداره اوسه. تل د خپل ژوند شریک سره وفاداره اوسه، ځکه بې وفايي مو ترمنځ اړیکې خرابوي او ژوند مو تریخوي.

۳- واده شوې یعنې ښځه او میړه د هغو اشخاصو په نسبت چې واده شوي نه وي، تر ډیره روغ، خوشحاله او مالداره وي، نو هڅه وکړئ چې له خپله اړخه دا خوښي او خوشحالي وساتي.

۴- که څه ستونزه یا مشکل مو ترمنځ راتلو هڅه وکړئ چې د کورنۍ د نورو غړو او ملګرو پر ځای دا ستونزه د امکان تر بریده په خپله سره حل کړئ. سره کینئ، خبرې وکړئ او له یو بل سره تفاهم او یو بل ته د تیریدو چل زده کړئ.

۵- ته او ستا د ژوند ملګری دواړه یو ټیم یاست، نو تاسې باید له یو بل سره په بریالیتوب او د کارونو اسانه کولو کې پراخه مرسته وکړئ. په دې سره به د ژوند د ملګري زړه کې ځای پیدا کړئ او ژوند به مو ښکلی وي.

۶- هغه څه چې ستا او د ژوند د ملګري ترمنځ ستونزې او ننګونې راولاړوي، له ځانه یې لرې کړئ او مه یې ترسره کوئ، ځکه تاسې ددې لپاره واده کړی چې تل به سره یوځای یاست، نو دا چې دا ډول ستونزې مشکل جوړوي، ښه دی چې مخنیوی یې وشي.

۷- که چیرته مو ستونزه جدي وي، نو داسې حالت کې مشورې وغواړئ، ځکه دواړه یو بل ته ضرورت لرۍ او باید سره تفاهم وکړئ، خدای مه کړه که بیل شئ، ستاسې، د ژوند د ملګري او اولادونو ټولو لپاره به ښه نه وي.

۸- تل له خدای نه دا دعا کوئ چې خدای دې ارام ژوند درکړي، دا چې خدای سره یوځای کړي یاست، دا هم کولی شي چې ترمنځ مو ښه ژوند او سوکالي هم واچوي.

۹- اړین عبادت، خوراک او کار سره یو ځای وکړئ، یو بل سره همکار اوسئ. تر دې چې کله کور ته څه شی اخلئ لکه فارنیچر د هغې په رنګ او ډول کې له یو بل سره خوښه او مشوره کوئ، په دې سره به یو بل ته قدردان او خوښ شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */