Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

هند په خپل کوربتوب د سریلانکا څخه سریز وګاټه

د هندوستان او سریلانکا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ هندوستان دوه پر ۰ وګټله.

د دې دوو هیوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه سوه، خو دوهمه او درېیمه لوبه دواړي هند وګټلې.

په دوهمه لوبه کي هند ـ سریلانکا ته په ۷ ویکیټو ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د ۷۸ منډو په توپیر ماته وخوړه.

درېیمه لوبه چي هند او سریلانکا پرون جمعه ترسره کړه پکښي سریلانکا پچه وګټله او د توپ اچوني پریکړه ئې وکړه.

هندوستان په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په یوځېدو سره سریلانکا ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

د هند لپاره لوکیش راهول ۵۴، شکر داوان ۵۲، منیش پانډې ۳۱، ویراټ کوهلي ۲۶ او شردیل ټاګور بیا ۲۲ منډي جوړي کړې.

د هند درې لوبغاړي سنداکان، خو هسرنجا او لاهور کمار بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

کله چي د سریلانکا لوبغاړي د توپوهني لپاره میدان ته کښته سول په ۱۵،۵ آورونو کي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازي ۱۲۳ منډي جوړي کړې او په دې سره ئې د ۷۸ منډو په توپیر د هند څخه ماته وخوړه.

د سریلانکا لپاره ډانجایا ۵۷ او متیوز بیا ۳۱ منډي جوړي کړې.

د هند لپاره نودیف سینا درې، شردیل ټاګور دوه، واشنګټن ساندر دوه او جسپریت بومرا بیا یو سریلانکایي لوبغاړی وسوځاوه.

تر لوبي ګټلو وروسته هندۍ لوبډله د سریز ګټونکې سوه او د لړۍ ځانګړی سوی کپ ورکړل سو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.