هند: په افغانستان کې د پاکستان له کړنو ټوله نړۍ خبره ده

هندوستان وایي چې په افغانستان کې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ له ټولو ښکیلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نړۍ ښه پوهیږي چې پاکستان په افغانستان کې کوم کارونه وکړل.

په افغانستان کې د هندوستان د موجودیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تبصرې په غبرګون کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي ویلي، چې نړۍ ته ښه معلومه ده چې پاکستان په افغانستان کې څه وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د هند له خوا په پاکستان کې د شر پارونې په خاطر د افغانستان له خاورې د کار اخيستلو له امله سخت رنځ وړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، چې هېواد به یې هیچاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره یې پر ضد وکاروي.

د تاجکستان په دوشنبی ښار کې د شانګهائي د امنیتي سلاکارانو شپاړسمې غوندې ته خپله وینا کې معید یوسف زیاته کړې، چې پاکستان افغانستان یو خپلواک، ،پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ هیواد لیدل غواړي.

د پاکستان د دولتي راډيو د راپور له مخې د ملي امنیت سلاکار ویلي د افغانستان دننه او بهر چې څوک د امنیت د له منځه وړلو هڅې کوي هغوی باید تر نظر لاندې ونطول شي.

نوموړي پخپله وینا کې دا نه ده څرګنده کړې چې افغانستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو هڅې څوک کوي خو تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو ځلې په ګاونډي هیواد هند تورونه لګولي چې د افغانستان د سولې پروسه ګډوډول غواړي خو د خپلو دې تورونو په اړه یې هیڅ ثبوتونه نه دي وړاندې کړې.

د معید یوسف په وینا پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړي دي.

پاکستان وخت نا وخت افغانستان کې د هند په رول هم اندېښنې ښایي خو افغان چارواکي وایي چې د یو ازاد او خپلواک هیواد په توګه نړۍ سره دخپلو ګټو په اساس اړیکې جوړولی او پاللی شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا له افغان سولې د خپل هېواد پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د هغه حکومت ملاتړ نه کوي چې د زور له لارې واک ته رسېږي.

نوموړي څرګنده کړې چې افغان بحران پوځي حل نه لري او دوی د هر هغه حکومت ملاتړي دي چې د افغانانو په خوښه رامنځته کېږي.

د پاکستان دولتي راډیو د قریشي له قوله ویلي چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړي او په خبره یې په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی د ټولې سیمې ثبات ګواښي.

د راپور له مخې، قریشي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره د افغان سولې په تړاو ترسره شوې لیدنه کې کړې دي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ