هند ـ نیوزیلینډ ته په ټیسټ لوبه کي د ۹ منډو هدف ټاکلی وو!

سپینه تجريدي ډیزاین

هند د نیوزیلینډ څخه په لومړۍ ټیسټ لوبه کي سخته ماته وخوړه!
د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کي کوربه نیوزیلینډ په ۱۰ ویکیټو هند ته ماته ورکړه.
inbound105109885549200092 هند ـ نیوزیلینډ ته په ټیسټ لوبه کي د ۹ منډو هدف ټاکلی وو!
د یادي ټیسټ لوبي پیل هند لومړی په توپوهنه وکړه.
هند لومړۍ پاڼۍ کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډي جوړي کړې.
inbound5253843545811622243 هند ـ نیوزیلینډ ته په ټیسټ لوبه کي د ۹ منډو هدف ټاکلی وو!
نیوزیلینډ بیا په لومړۍ پاڼۍ کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۸ منډي وکړې.
inbound6082869284852178264 هند ـ نیوزیلینډ ته په ټیسټ لوبه کي د ۹ منډو هدف ټاکلی وو!
هند په خپله دوهمه پاڼۍ کي دا ځلي ۱۹۱ منډي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ترسره کړې او نیوزیلینډ ته ئې یوازي د ۹ منډو هدف وټاکه.
نیوزیلینډ هم یاد هدف د هیڅ لوبغاړي په نه سوځېدو سره پوره کړ او په ۱۰ ویکیټو ئې هند ته ماته ورکړه.
inbound2020643689250818571 هند ـ نیوزیلینډ ته په ټیسټ لوبه کي د ۹ منډو هدف ټاکلی وو!
د یادي لوبي غوره لوبغاړی د نیوزیلینډ لوبډلي تېز توپ اچونکی تیم سوتي وټاکل سو. هغه په دواړه پاڼیو کي د هند ۹ لوبغاړي وسوځول.
inbound6618787886623284876 هند ـ نیوزیلینډ ته په ټیسټ لوبه کي د ۹ منډو هدف ټاکلی وو!
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه د لړۍ وروستۍ او دوهمه ټیسټ لوبه د راتلونکي شنبې په ورځ بیل کړي.
د دې دوو هیوادونو ترمنځ تر دې مخکي د شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره سوې، چي د شل آوریزه دا هند، خو د یو ورځنیو دا بیا نیوزیلینډ وګټله.