مارچ 4, 2021

هند د ویرات کوهلي د پنځوسیزي په مټ جنوبي افریقا ته ماته ورکړه

لیکنه : عبدالله عادل
د هند په کوربتوب د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه کي تېره شپه هند د اوو ویکټو په توپیر جنوبي افریقا لوبډلي ته ماته ورکړه ، ددې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې سوې وه.
په یاده شل اوریزه لوبه کي هند له ټاس ګټلو وروسته لومړی د توپ اچوني پرېکړه وکړه او د افریقا کرکټ لوبډله یې توپ وهني ته دعوت کړه.

افریقا لوبډلي د خپل نوي لوبډلمشر ډیکوک د چټکي پنځوسیزي او د باویما د ۴۹ منډو په مټ په شل اورونو کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.
د هند لپاره په توپ اچونه کي دیپک چاهر ۲ ، نویدیپ ، جدیجا او هاردیک هر یوه ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.
هند پر خپل کورني لوبغالي د هدف په لټه توپ وهنه پیل کړه د یادي لوبډلي پیلیز لوبغاړی روهیت شرما په ۱۲ منډو وسوځېد خو وروسته دهون او لوبډلمشر کوهلي د هند لوبډله تر بریا ورسول او د ۱۵۰ منډو ټاکل سوی هدف یې په ۱۹ اورونو کي د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې د اوو ویکټو په توپير سره وګټل د هند لپاره شیکر دهون ۴۰ او ویرات کوهلي ۷۲ منډي جوړي کړې.

د لوبي غوره لوبغاړی د هند لوبډلي لوبډلمشر ویرات کوهلي ونومول سو چا چي په ۵۲ توپونو د دریو شپږو او ۴ څلوریزو په مرسته ۷۲ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
د هند او افریقا لوبډلو تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ په بنګلور کي ترسره کیږي.

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ