هند د نیوزیلینډ څخه د شل آوریزه سیالیو لړۍ وګټله!

د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د ۵ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې لومړۍ، دوهمه او درېیمه لوبه هندوستان وګټلې او په دې سره ئې د نیوزیلینډ څخه دا لړۍ وګټله.
هندوستان د نیوزیلینډ څخه لومړۍ لوبه په ۶ او دوهمه لوبه ئې بیا په ۷ ویکیټو ګټلې وه، خو درېیمه لوبه ئې بیا نن چهارشنبه په سوپر آور کي وګټله.
په ننۍ لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډي جوړي کړې او نیوزیلینډ ته ئې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکی.
د هند لپاره روهیت شرما ۶۵، ویراټ کوهلي ۳۸، کیل راهول ۲۷ او آیر بیا ۱۷ منډي جوړي کړې.

د نیوزیلینډ لپاره همېش بینټ ۳ لوبغاړي وسوځول، خو میچل سانټینر او ګرینډهوم بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیسته.
کله چي د نیوزیلینډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډي جوړي کړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
په یاده پاڼۍ کي بیا د نیوزیلینډ لپاره کین ویلمسن ۹۵، کپټل ۳۱ او ټایلر بیا ۱۷ منډي جوړي کړې.

محمد شامي او شردیل ټاګور دوه ـ  دوه، خو چاهال او جدیجا بیا د نیوزیلینډ یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
تر لوبي مساوي کېدو وروسته دواړو هیوادونو د سوپر آور لوبه ترسره کړه، چي په یاد سوپر آور کي لومړی نیوزیلینډ توپوهنه وکړه.
کله چي د نیوزیلینډ دوه لوبغاړي ویلمسن او کوپټیل د ۲۱ منډو هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، نو ۱۷ منډي ئې جوړي کړې او هند ته ئې د ۱۸ منډو هدف وټاکه.

د هند لپاره په یاد سوپر آور کي جسپریت بومرا توپ اچونه ترسره کړه.
کله چي بیا د هند لپاره روهیت شرما او کیل راهول میدان ته کښته سول، نو  د روهیت شرما د ۱۵ او د کیل راهول د ۵ منډو په کولو سره هند ـ نیوزیلیڼډ ته په یاد سوپر آور کي ماته ورکړه.

د نیوزیلینډ لپاره بیا په دې سوپر آور کي تیم سوتي توپ اچونه وکړه.
د ننۍ لوبي غوره لوبغاړی روهیت شرما وټاکل سو.
په دې سره هند د کوربه نیوزیلینډ څخه د شل آوریزه سیالیو لړۍ وګټله، خو د لړۍ څلورمه لوبه دا دوه هیوادونه راتلونکې جمعه او پنځمه لوبه بیا راتلونکې یکشنبه ترسره کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ