سپورټ

هند د افغانستان پر وړاندې د لوبډلې سکواډ اعلان کړ

بلاخره د هندوستان کرکټ بورډ د افغانستان سره د ټیسټ کرکټ لپآره خپله لوبډله د اجینکا ریحاني په لوبډلمشرۍ کې اعلان کړه.

ټاکل شوې چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د جون په میاشت کې د هندوستان د کرکټ لوبډلې سره د خپل تاریخ لومړنۍ ټیسټ سیالي ترسره کړي.

له هغې وروسته چې افغانستان د کرکت د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ افغان کرکټ بورډ په دې وتوانېده چې د هندوستان سره د کرکټ ټیسټ لومړنۍ سیالي تر سره کړي.

په دغه سکوآډ چې هندوستان کرکټ بورډ اعلان کې ویراټ کهولي، جسپریټ بومرا، روهیت شرما او بینوشور کومار نه دي شامل.

په دغه ټیسټ سیالۍ کې د هندوستان د کرکټ لوبډلې مشري اجینکا ریحاني کوي.

شکر دهون، مورلي ویجی، لویکش راهول، چیتشور پوجارا، کرن نائیر، ساحا، اشوین، رویندرا جدیجا، کلدیوو یادو، یمیش یادو، محمد شامي، هارډیک پانډیا، اشانت شرما او شاردل ټاګور هغه لوبغاړي چې د افغانستان په خلاف په دغه ټیسټ لوبه کې به ولوبیږي.

په دغه سکواډ د هندوستان لپاره کرن نائیر، کولدیوو یادوو او شاردل ټاګور داخل شوي خو دانش کارتیک،رویراټ کهولي، روهیت شرما، بینوشور کومار، جسپریټ بومرا او پارتیوو پټېل هغه لوبغاړي چې د افغانستان خلاف نه دي اخیستل شوي.

له څو ورځو راهیسي د افغانستان خلاف د هندوستان د ټسټ کرکټ لوبډلې سکواډ په ټولنیزه مېډیا کې خپرېده خو اوس د کرکټ نړیوالي شورا دغه سکواډ خپور کړی دی.

وړاندې د هندوستان مخکښ توپ وهونکي ویراټ کهولي ویلي وه چې د افغانستان خلاف به ونه لوبیږي او پر ځای به د انګلیستان کورني کرکټ سیالیو ته ولاړ شي، تر څو د راتلونکو لپاره چې په هندوستان کې دي لا ښه چمتوالی ونیسي، که څه هم په تیر کې داسې خبرونه خپاره شول چې د دغه هېواد کرکټ بورډ ترې غوښتنه کړې وه چې باید د افغانستان خلاف په ټیسټ سیالۍ کې ولوبیږي، خو بیا یې هم د افغانستان سره د ټیسټ سیالۍ لپاره چمتوالی ونه ښود.

خو د افغانستان خلاف وړاندې یوازې د کوهلي د نشتون خبر ورکړل شوی، خو د کریک انفو د سکواډ له مخې په دغه سیالۍ کې به نور مهم هندوستاني لوبغاړي هم ونه لوبیږي .

له هغې وروسته چې افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو د نړیوال کرکټ بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ ایرلینډ لوبډله د پاکستان سره په ټیسټ سیالۍ او افغان لوبډله د هندوستان سره په ټیسټ سیالۍ کولو وتوانېده، چې افغان لوبډله به خپله تاریخي ټیسټ لومړنۍ سیالي د روان کال د جون میاشتې په ۱۴ مه پيل کړي.

کرکټ پوهان بیا دې ته خوشبینه دي چې هند خلاف ټیسټ سیالۍ کې د دغه هېواد د مخکښه لوبغاړو نشتون کې افغان لوبډلې ته د ښې لوبې او ګټې موقع برابریږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی