هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هندي عسکر وژل شوي

هند وایي، پنځه عسکر یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له سخت دریځه وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د هند د پوځ یو ویاند ویلي، په جنوبي سورانکوټ سیمه کې د حکومت د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیت د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته دې عسکرو په سیمه کې ګزمه کوله چې برید ورباندې شوی دی.

ویاند زیاته کړه چې دا سرتېري په داسې حال کې چې سخت ټپیان شوي وو، د چورلکې په وسیله را ایستل شوي دي.

په کشمیر کې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شوی چې د جمو او کشمیر د دوبي په مرکز سرینګر کې د تېرې اوونۍ د هدفي وژنو په دوام د هند پوځ عملیات پیل کړل.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د هند او پاکستان ترمنځ په کشمیر کې وسلوالې نښتې رامنځته کېږي او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

About هوسۍ لؤنګ 873 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله