هند بهرنیو لوبغاړو ته؛ که مو د پاکستان د کشمیر لوبو کې ګډون وکړ، له کرکټ څخه مو محروموو!

 

پاکستان هڅې پیل کړي، چې د اګسټ په ۶ مه نېټه په کشمیر کې د کی‌پي‌اېل په نامه سوداګریز لیګ پیل کړي.

دا لوبې د پاکستان لوري ته کشمیر په مرکز مُظفراباد کې پلان شوي دي.

په دې لوبو کې ۶ لوبډلې شاملې دي، چې میرپور رایلز، باګ سټالیئنز، اورسیز وریئرز، مُظفراباد ټایګرز، راولکوټ هاکس او کوټلي لاینز نومېږي.

د لوبډلمشرانو په برخه کې شاهد افریدی، محمد حفیظ، شعیب ملک، فخرزمان، شاداب خان او عماد وسیم انتخاب شوي دي.

بل پلو د هند د حکومت په حواله د هندوستان کرکټ بورډ ټولو بهرنیو لوبغاړو ته اخطار نامې لیږلي دي، لوبغاړو ته یې ویلي که کوم لوبغاړي د کشمیر په سوداګریز کرکټ لیګ کې برخه واخیسته، په هندوستان کې پرې کرکټ بنديږي او بیا نشي کولای چې د هندوستان سوداګریز لیګ او یا هم د هند په کرکټ کې کار وکړي.

دا اخطار یواځې لوبغاړو ته نه دی، بلکې د کشمیر پریمېئرلیګ کې ټولو هغو روزونکو او رهبرۍ غړو ته هم دی، چې دې لیګ کې د همکارۍ لېوالتیا او اراده لري.

هندوستان د کرکټ نړیوالې شورا په مختلفو پرېکړو کې هم ډېر ځواکمن رول لري او کولای شي، چې د کرکټ نړیوالې شورا په دندو کې هم لوبغاړو او پخوانیو تقاعد شوو لوبغاړو ته ستونزې جوړې کړي.

هارشل ګېبز چې د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی دی او په کشمیر پرېمېئرلیګ کې د لوبډلو په رهبرۍ کې رول لوبوي، د هند له کرکټ بورډ څخه اخطار ترلایه کړی دی او ویلي یې دي، چې ده ته ویل که یې په کشمیر لیګ کې برخه واخیسته؛ نو په هندوستان او نورو ځایونو کې به پرې د کرکټ برخه کې فعالیت ودرول شي.

همدا اخطار د نړۍ ټولو بهرنیو لوبغاړو او د رهبرۍ غړو ته ورکړل شوی دی.

بل پلو د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د هندوستان کرکټ بورډ لخوا دا چاره نا انصافي ده او دوی یې غندي.

د کشمیر سوداګریز لیګ ډایریکټر تیمورخان هم ویلي چې هند دا اخطار لوبغاړو ته ورکړی دی.

د هندوستان کرکټ بورډ د انګلستان، سریلانکا او نورو بورډونو ته هم ورته اخطارونه لېږلي، که یې کشمیر لیګ کې لوبغاړو ګډون وکړ، نو هندوستان ته د سفر اجازه به ورنه کړل شي.

پاکستان ولې کشمیر لیګ جوړ کړ؟

پاکستان ځکه د کشمیر لیګ جوړ کړ، چې پاکستان دا خاوره خپله ګڼي او وایي، چې دا دوی حق دی، چې خپلې خاورې ته سیلانیان رامات کړي او زیاته ګټه وکړي.

نو اوس ورته د لوبو له لارې لابي کوي او سیلانیان راماتوي.

بل پلو دوی غواړي چې کشمیر ته زیات ارزښت ورکړي او کشمیریان هم دا درک کړي، چې پاکستان دوی خپل ګڼي او باید دوی هم پاکستان پورې ځان وتړي.

همدارنګه دوی هند ته هم یو زور ښيي، چې دوی په دې کشمیر کې لوبې جوړوي او د هند خوا کشمیر کې هندي ځواکونه ګرځبندیز لګوي.

نو هند یې ځکه مخالفت کړی دی.

له ۱۹۴۷ کال راهیسې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ درنې جګړې شوي دي.

د ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې د هند اساسي قانون وویل چې هندي کشمیر کې به پرمختګونه رامنځته شي.

دلته حالت یو ځل بیا وروسته له هغې ترینګلی شو، چې کله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په هندي نیمه پوځي ځواک ځانمرګی برید وشو او لسګونه پوځیان پکې ووژل شول.

پاکستان دې لوبو ته یو شعار دا ورکړی، چې کېهلو ازادي سی، یعنې په ازادانه ډول لوبې وکړئ، چې دې کې یې هند ته اشاره کړې او هند یې ګواښلی، چې موږ خلکو ته ګواکې ازادي ورکوو.

 

وروستي مطالب