هند: افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دي

هند په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي.

هند همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره بېړني اوربند ته اړتیا ده او که وضعیت همداسې دوام کوي نو په ټوله سیمه به یې منفي اغېز راښکاره شی.

هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې د تامین په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او دلته یې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ د هند د پوځ مشر ویلي دي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته کېدونکې تشې په هکله اندېښنه لري.

د امريکا ولسمشر او ناټو اعلان کړی دی چې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پورې به خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

د هند د پوځ مشر جنرال بپن راوت، ویلي اندېښنه دا ده چې ورانکاره ډلې ښایي له هغې تشې څخه استفاده وکړي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیږي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د هند ستره اندېښنه دا ده چې له طالبانو سره د اوږدې مودې اړیکو لرلو له کبله پاکستان ښایي په افغانستان کې زیات نفوذ ترلاسه کړي.

د راوت په خبره هند به د سولې تر راتلو پورې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې بیا ایران وايي، په افغانستان کې د طالبانو امارت راتګ د هند، پاکستان او ایران ملي امنیت ته خطر دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې په هند کې یې د رایزیانا کنفرانس ته وینا کوله ویلي، هند ،پاکستان او ایران باید د نظریاتو توپیر یو خوا کړي او پر مشترکاتو تمرکز وکړي هغه دا چې په کابل کې د طالبانو امارت پاکستان ته وجودي ګواښ او د پاکستان او ایران د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.

ظریف دغه راز ویلي، چې ایران د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د غونډې کوربه توب ته چمتو دی.

وروستي مطالب