هندۍ کريکټري د هلکانو په جامه کې کريکټ کاوه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
شفالي وېرما چې اوس د هندۍ ښځينه کرکټ لوبډلې لوبغاړې ده، خپله کیسه یې کړې ده، چې څنګه کرکټره شوه.
هغې رسنیو ته ویلي چې کله یې کرکټ لوبه پیلوله نو وېښته یې د هلکانو په څېر کوچني کول او ځان یې د هلکانو په څېر جوړاوه او بیا یې له هلکانو سره د لوبې پرمهال پته نه لګېده، چې ښځينه ده که نارینه.
شفالي ۱۵ کاله عمر لري او د اکټوبر په میاشت کې یې د هندۍ ښځينه لوبډلې په ګټه د سویلي افریقا خلاف لوبه وکړه.
images48 هندۍ کريکټري د هلکانو په جامه کې کريکټ کاوه!
هغه د هندوستان روتک سیمه کې زېږېدلې ده، نوموړې وایي د دوی سیمه کې د ښځينه وو لپاره کرکټ کول له غره سره ډغره وه؛ خو دې زیاتې ستونزې وګاللې او بالاخره یې ځان هدف ته ورساوه.
شفالي وایي دا چې د دوی په ایالت کې هیڅ ښځینه لوبغاړې نه وه، نو دې به چې کله له هلکانو د کرکټ کولو غوښتنه کوله، هغوی به ردوله او هلکانو به ورته ویل چې ته انجلۍ او هسې به ټپي شې.
دا ځوانه کرکټره خپله کیسه داسې کوي، کله چې زه هلکانو په لوبو کې نه پرېښودم؛ نو ما هم تصمیم ونیوه، چې ځان د هلکانو په څېر جوړ کړم، وېښته او لباس مې د هغوی په څېر جوړ او پر تن کړ او بالاخره د هلکانو په منځ کې به د هلکانو په نوم لوبېدم.
sssshafali هندۍ کريکټري د هلکانو په جامه کې کريکټ کاوه!
د نارینه لپاره هند کې کرکټ کول د دود او مذهب برخه ګرځېدلې؛ خو د ښځينه وو لپاره بیا ځېنې سُنتي چارې اجازه نه ورکوي، چې کرکټ دې وکړي.
نوموړې د سویلي افریقا خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې د اکټوبر په ۳ یمه نېټه په ۳۳ توپونو ۴۴ منډې وکړې او لوبډله یې بري ته ورسوله.
اوس ۱۵ کلنه شفالي وېرما د هندي رسنیو د سرټکی جوړ کړی او ټولې رسنۍ یې په صفت نه مړېږي.
دا ښځینه لوبغاړې زیاتوي، چې د دوی کورنۍ د کرکټ زیاته مینواله ده، پلار یې د هغې له ورور سره هغه یو ځای تمریناتو ته وړې وه او رښتینی کرکټ یې پرې کړی دی.
شفالي اوس د هند په لوبډله کې تر ټولو ځوانه او کوچنۍ لوبغاړې ده، چې د هند لپاره یې د شل اوریزو لوبو پیل کړی دی.

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.