هندۍ لوبډلې یو ځل بیا ویکټ کیپر د لاسه ورکړ 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ویکټ کیپر توپ وهونکي ریدمن ساحه د انګلستان خلاف د هندۍ لوبډلې په پیل شوي سیریز کې نه لوبیږي.

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د انګلستان خلاف د ټیسټ سیالیو په سیریز کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د ویکټ کیپر بیتسمین په توګه اخیستل شوی و، خو د هندي کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، نوموړی د چپ لاس ګوتې د ټپي کیدو له کبله په دغه سیالیو کې برخه نشي اخیستلی.

 ویل کیږي، نوموړی د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره د لوبیدو پر مهال د چپ لاس غټه ګوته ټپي کړې ده، چې اوس نوموړي ته ارام ورکړل شوی دی.

 د معلوماتو پر اساس ریدمن ساحه د افغانستان خلاف لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ کې هم د خپلې ګوتې د ټپ له کبله ګډون ونشو کړی او پر ځای یې دینیش کارتیک ولوبید.

ویل کیږي د انګلستان خلاف د ټیسټ سیالیو په سیریز کې به یو ځل بیا د ریدمن ساحه پر ځای دینیش کارتیک ته موقع ورکړل شي.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ ټیسټ سیالیو لړۍ د راتلونکې اګسټ میاشتې په لمړۍ نیټې سره پیل کیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ