هندۍ لوبډلي د ويسټ انډيز قوي هدف مات کړ!

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان او ويسټ انډيز ترمنځ د شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه تيره شپه ترسره سوه.
د لوبي پچه هندوستان وګټله او ويسټ انډيز ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
ويسټ انډيزۍ لوبډلي په حيدراباد کي د هندي توپ اچوونکو په وړاندي بريدګره لوبه ترسره کړي چي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۲۰۷ منډي وکړې.
د ويسټ انډيز لپاره هيټماير ۵۶، ايون ليویس په ۱۷ توپونو ۴۰ او پولارد په ۱۹ توپونو ۳۷ منډي وکړې.
ويسټ انډيزي توپوهونکو په لومړۍ پاړۍ کي ۱۵ شپږيزي ووهلې.
د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کي چاهال ۲،جديجا او سندر يوه يوه ويکټه واخيسته.
د ۲۰۸ منډو هدف په تعقيب هندۍ لوبډلي ښه پيل ونه کړ خو د لوبي د مينځ او وروستيو اوورونو کي يې لوبه پخپل لاس کي واخيسته.

د هندوستان لپاره ويرات کهولي په ۵۰ توپونو ۹۴ ناسوځيدلي منډي وکړې،همدارنګه لوکيش راهول په ۴۰ توپونو ۶۲ منډي وکړې.
هدف هندۍ لوبډلي په نولسم اوور کي په ۴ ويکټو پوره کړ.
د ويسټ انډيز لپاره په توپ اچوونه کي پيري ۲،همدارنګه پولارد او کاټريل يوه يوه ويکټه واخيسته.
هندوستان په ۶ ويکټو ويسټ انډيز ته په لومړۍ شل اووريزه لوبه کي ماته ورکړه.
هندوستان د شل اووريز کريکټ کي دا لومړی ځل دی چي دومره لوړ هدف چيسوي او ويرات کهولي هم په خپل شل اووريز کريکټ کي ترټولو ډيري ۹۴ ناسوځيدلي منډي وکړې او د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه يې هم وګټله.

د هند او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه نړيواله شل اووريزه لوبه سبا ماښام ۰۶:۰۰ بجې پيليږي.