مارچ 8, 2021

هندی کرکټر ګاتم ګمبیر وايي له پاکستان سره دې هر ډول اړېکې پرې شي

Advertisements

د هندوستان د کرکټ لوبډلې چپ لاسي توپ وهونکي ګاتم ګمبیر له خپل دولت غوښتي چې له ګاونډي پاکستان سره دې د کرکټ سربېره هر راز نورې اړېکې هم پرې کړي.
ګمبیر د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی دی، د دې تر څنګ نوموړي اوس د هندوستان په پریمیر لیګ سیالیو کې د ډیلي ډریډویلز لوبډلې په ګټه لوبیږي، که څه هم ګمبیر وړاندي د همدغې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی و، خو پرله پسي ماتو وروسته یې له لوبډلمشرۍ لاس په سر شو او پر ځای یې ځوان سریش ائېر لوبډلمشر اعلان شو.
تر دې وړاندې ګوتم ګمبیر د آي پي ایل په سیالیو کې د کلکتي نایټ رایډرز په ګټه لوبېده او لوبډلمشر یې هم وو، چې یې د ګمبیر په لوبډلمشرۍ کې یې اتلولي هم ګټلې وه.
اوس پاکستانۍ رسنۍ وایي، ګمبیر د پاکستان خلاف وینا کړې او د پاکستان سره یې د هندوستان د هر راز اړېکو د قطعه کولو غوښتنه کړې.

رسنۍ وایي چې دغه کرکټر لوبغاړی همېشه د پاکستان خلاف خبرو او د دغه هېواد په دښمنۍ کې تر نورو وړاندې دی.
پاکستانیو رسنیو نه دي روښانه کړي چې ګمبیر څنګه، ولې او چاته دا خبرې کړي، خو زیاتوي چې ویلي یې دي که پاکستان سره د کرکټ د اړیکو په قطعه کولو سره د هندوستان هدفونه نه وي پوره شوي، نو دې په ټولو برخو کې د دغه هېواد سره اړېکې پرې کړل شي.
د ګمبیر په خبره؛ له ټولو برخو یې مطلب د فلم، موسیقۍ او ځینی نورې برخې دی چې لا هم ځیني پاکستاني فلمی ستوري، سندر غاړي او نور په هند کې په کار کولو بوخت دي. ده د هندوستان له دولته غوښتي چې دې ورته په دې هېواد کې د کارکولو اجازه نه ورکوي.
د پاکستان او هندوستان د لوبغاړو تر منځ ناندرۍ هغه مهال پیل شوې چې پاکستاني کرکټر شاهد اپریدي له ملګرو ملتونو په یو ټویټ کې وغوښتل چې د کشمیر خلکو د حق پوښتنه دې وکړي.
شاهد اپریدي په هغه ټویټ کې لیکلي ول چې هند حکومت کشمیر کې پر عامو خلکو ظلم کوي او باید ملګري ملتونه ورته پام وکړي. خو د شاهد اپریدي دا ټویټ وروسته بیا د هندي کرکټرانو له سخت غبرګون سره مخ شو.

برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ