هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

هندي وزیر ته د چادرې په اړه د دنګل فلم د نجلۍ ( زایره وسیم) سخت ځواب

زایره وسیم د کشمیر پیغلوټې ده چې د عامر په دنګل فلم کې د کارکولو له کبله شهرت ته ورسیده. نوموړې د هندوستان د لوبو د وزیر وجي ګویل د یوې هغې تبصرې سخت ځواب ورکړی چې د بورقې ( چادرې) په اړه یې کړې ده.

د هندوستان دې وزیر پر خپل ټویټر هغه کښل شوی انځور خپور کړی چې په کې په چادري کې نغښتې یوه ښځه په پنجره کې بنده ښودل کیږي. او زایره وسیم یې په کې ټګ کړې ده.

وجي ګویل له دې انځور سره په خپل ټویټ کې لیکلي” دا انځور د زایره وسیم کیسه بیانوي، زموږ لوڼې اوس د پنجرو په ماتولو مخکې روانې دي. زموږ لوڼې به نور توان ترلاسه کړي. “

د هندوستان د لوبو وزیر په دې ټویټ کې زایره وسیم ټګ کړې وه

خو په کشمیرۍ زایره وسیم او د دنګل د فلم پر دې شپاړس کلنې ستورې دا تبصره ښه نه ده لګیدلې. نوموړې د هندوستان د لوبو د وزیر ددې تبصرې په ځواب کې پر خپل ټویټر لیکلي

” ښاغلي وجي ګویل، زه تاسو ته د بشپړ احترام په لرلو داسې احساسوم چې له تاسو سره بیخي موافقه نه یم. زه له تاسو هېله کوم چې له داسې بدرنګ مثال سره هیڅکله زما مقایسه مه کوئ. “

د دنګل فلم ستورې زایره وسیم وړاندې لیکلي: ” هغه خویندې چې حجاب اغوندې هم ښکلې او ازادې دي، ددې تر څنګ په دې انځور کې وړاندې شوې کیسې سره زما تر لرې ، لرې کومه اړیکه نه شته.“

د کشمیر د سرې نګر دا شپاړس کلنه اوسیدونکې زایره وسیم د عامرخان په دنګل فلم کې مهم رول لوبولی دی. نوموړې په دې فلم کې د ګیتا پهوګاټ د ماشومتوب رول لوبولی چې خلکو ډیر ستایلی او خوښ کړی دی.

زایره وسیم په دې وروستیو کې د کشمیر د وزیراعلی محبوبه مفتي سره لیدلي وو چې له کبله یې په ټولنیزو رسنیو له سختو انتقادونو سره مخ شوه.

د منتقدینو په وینا یې محبوبه مفتي په خپلو چارو کې یوه ناکامه وزیره ده چې ورسره ددې نوې سینمايي ستورې کتل مناسب نه و.

د دنګل فلم دا ستورې د خلکو انتقادونو دومره وویروله چې بښنه یې وغوښته او وروسته یې د هندوستان ځینو نوموتو څیرو ملاتړ ته ور ودانګل .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */