هندي ریکارډي توپ وهونکی، له افغان ریکارډي توپ وهونکي سره مل شو!

رنګین تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
یوراج سېنګ چې د ۲۰۱۹ م کال په لومړیو کې یې له هندي کرکټ لوبډلې سره مخه ښه وکړه، تازه یې د نورو هېوادونو لیګونو ته مخه کړې ده.
دا ریکارډي لوبغاړی، غواړي چې خپل روب داب له آې پي ایل لوبډلو وراخوا په نورو لیګونو کې هم روښانه کړي.
یوراج سېنګ څه موده وړاندې د کاناډا سوداګریز ګلوبل لیګ کې ولوبېد، د سي پي ایل لیګ لپاره هم راجسټر شوی و او اوس دا دی د عربو د لس اوریز لیګ برخه شو.

سېنګ به په مرټا عربینز لوبډله کې د نجیب الله ځدارن او حضرت الله ځاځي سره مل شي.
د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه د عربي متحده اماراتو په لس اوریز لیګ کې د لوبغاړو اخېستلو لړۍ ترسره شوه، دې لیګ کې سلګونه لوبغاړي د اخېستلو په پار بولي ته وړاندې شول، چې له ډلې یې شا او خوا لس افغان لوبغاړي هم واخېستل شول.
شاپور ځدران، نجیب الله ځدران، حضرت الله ځاځی، محمدنبي عیسی خېل، اصغر افغان، کریم جنت، شفیق الله شفق، قېس احمد، ظاهرخان پکتین او محمدشهزاد محمدي په دې لیګ کې اخېستل شوي دي او ښایي چې نور افغان لوبغاړي هم ورداخل شي.

د دغو افغان غوره لوبغاړو په منځ کې دوه افغان هیټران او توپاني توپ وهونکي نجیب الله ځدران او حضرت الله ځاځی د مرټا عربیئنز لوبډلې له خوا اخېستل شوي دي.
اوس د یوراج سېنګ په ګډون، درې واړه خطرناک، چټک توپ وهونکي په یوه لوبډله کې شامل شوي دي.

جالبه بیا دا ده، چې درې واړه کیڼ لاسي خطرناک توپ وهونکي دي.
یوراج سېنګ د عربیئنز لوبډلې په ایکن یا قیمتي لوبغاړو لېست کې اخېستل شوی.
یوراج په ټي ټېن لیګ کې لوبېدل د ځان لپاره ستر ویاړ بللی دی او په دې اړه یې د مرټا عربيئنز لوبډلې څښتن څخه مننه کړې ده.
بل پلو د مرټا لوبډلې څښتن سهېل خان، یوراج سېنګ د نړۍ یو له غوره لوبغاړو بللی.

د ټي ټېن لیګ اووه لوبډلو لوبډلمشران عبارت دي، له:
د مرټا عربیئنز لوبډلې لوبډلمشر ویسټ انډیزی ډوېن براوو دی، د بنګله ټایګرز لوبډلمشر تېسارا پرېرا، دیکان ګلاډیئټرز لوبډلمشر شېن واټسن، د قلندرز لوبډلمشر شعیب ملک، د ډیلي بُلز لوبډلمشر ايئن مورګن، د نارترن وريئرز لوبډلې لوبډلمشر ډېرین سمي او د هاشم امله بیا د کرناټاکا ټسکرز لوبډلمشر دی.
تر اوسه پورې د ابوظبي لوبډلې لوبډلمشر نه دی څرګند.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.