سپورټ کرکټ

هندوستان کوربه نيوزلينډ ته ماته ورکړه.

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

هندوستان د نيوزلينډ څخه لومړۍ شل اووريزه لوبه وګټله.

لوبه د نيوزلينډ د اکلينډ ښار په ايډن پارک کي ترسره سوه.

د لوبي پچه هندوستان وګټله او نيوزلينډ ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.

نيوزلينډ په زړه پوري توپوهنه ترسره کړه او په ۵ ويکټو يې ۲۰۳ منډي وکړې.

مارټين ګپټيل ۳۰، کولين منرو ۵۹، کين ويليمسن ۵۱ او روز ټايلر ۵۴ منډي وکړې.

د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کي جسپريټ بومرا،شردل ټاکور،يوزيندرا چاهال، شيوام ډوبې او رويندرا جديجا يوه يوه ويکټه واخيسته.

د ۲۰۴ منډو هدف لپاره که څه هم د روهيت شرما ويکټه په ۷ منډو کي د سانټنر له لوري ترلاسه سوه خو هندۍ لوبډلي خپل مرال له لاسه ورنه کړ.

د هندوستان لپاره لوکيش راهول ۵۶، ويرات کوهلي ۴۵ او شرياس اير ۵۸ ناسوځيدلي منډي وکړې.

نيوزلينډي توپ اچوونکو ايش سودي ۲ ، سانټنر او ټيکنر يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

هندوستان د نيوزلينډ د سفر لومړۍ شل اووريزه لوبه په ۶ ويکټو وګټله.

د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه شرياس اير ته ورکړل سوه.

د پنځو شل اووريزو لوبو د لړۍ دويمه لوبه د يکشنبې په ورځ ۱۱:۳۰ بجې ترسره کيږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ