هندوستان پر نیوزیلینډ د نیوزیلینډ په کور کي باچاهي کوي!

د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د ۵ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې څلورمه شل آوریزه لوبه هم پرون جمعه هند یو ځلي بیا په سوپر آور کي وګټله.

د یادي لوبي پچه کوربه نیوزیلینډ هیواد وګټله او د توپ اچوني پرېکړه ئې وکړه.
هندوستان په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډي وکړې او نیوزیلینډ ته ئې د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه.
د هندوستان لپاره منیش پانډې ۵۰، کیل راهول ۳۹ او شردیل ټاګور بیا ۲۰ منډي جوړي کړې.

د هندوستان درې لوبغاړي سودهي او دوه لوبغاړي بیا همېش بینټ وسوځول، خو تیم سوتي، سکوټ کوګليجن او میچل سانټینر بیا د هندوستان یوه ـ یوه ویکیټ واخیستله.
کله چي د نیوزیلینډ لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، نو د یاد هیواد لوبغاړو هم د لوبي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډي وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د نیوزیلینډ لپاره مونرو ۶۴، سیپرټ ۵۷ او ټایلر بیا ۲۴ منډي جوړي کړې.
د هند لپاره بیا دوې ویکیټي شردیل ټاکور او یوه یوه ویکیټ بیا بومرا او چاهال واخیستې.
د لوبي تر مساوي کېدو وروسته دواړه هیوادونو سوپر آور ترسره کړ، چي په یاد سوپر آور کي لومړی نیوزیلینډ توپوهنه وکړه.
د نیوزیلینډ دوه لوبغاړي سیپرټ او مونرو میدان ته راکښته سول، چي د هند بومرا ئې په وړاندي د سوپر آور توپ اچونه وکړه.
دې دوو لوبغاړو په یاد سوپر آور کي ۱۳ منډي وکړې او هند ته ئې د ۱۴ منډو هدف وټاکه.
بومرا سیپرټ هم سوځاوه.
وروسته د هند لپاره راهول او ویراټ کوهلي میدان ته کښته سول او په وړاندي ئې نیوزیلینډي تیم سوتي توپ اچونه وکړه.
راهول په ۳ توپونو ۱۰ منډي وکړې او وسوځېدئ، وروسته ویراټ کوهلي په دوو توپونو  ۶ منډي جوړي کړې او لوبډله ئې بریا ته ورسوله.
د یادي لوبي غوره لوبغاړی هندی شردیل ټاکور وټاکل سو. هغه د خپلي لوبډلي لپاره ۲۲ منډي او دوه لوبغاړي وسوځل.
په دې سره دا څلورمه شل آوریزه لوبه ده، چي هند ئې د نیوزیلینډ په کوربتوب د نیوزیلینډ څخه ګټي.

هندوستان تر دې مخکي نیوزیلینډ ته په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي په ۶ ویکیټو، په دوهمه شل آوریزه لوبه کي په ۷ ویکیټو او په درېیمه شل آوریزه لوبه کي ئې هم د پرون په څېر په سوپر آور کي ماته ورکړې وه.
ټاکل سوې هند او نیوزیلینډ د لړۍ وروستۍ شل آوریزه لوبه سبا د یکشنبې په ورځ غرمه ۱۱:۳۰ بجې ترسره کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي