هندوستان د اسټراليا څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله.

خبريال: مدثر دعوت
اسټراليا کريکټ ملي لوبډلي هندوستان کي د يو ورځنيو لوبو سفر پايته ورسوی.
هندۍ لوبډلي وکولای سوه په خپل کور کي د ۳ لوبو د لړۍ دوې لوبي وګټي او اتلولي په خپل نوم کړي.
د هند او اسټراليا ترمنځ دريمه لوبه د بنګلور په چيناسوامي لوبغالي کي ترسره سوه.
د لوبي پچه اسټراليا وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
استراليا د سټيو سميت په زبردستي توپوهني سره وکولای سوه په ۹ ويکټو ۲۸۶ منډي وکړي.
سټيو سميت ۱۳۱، مارنوس لابوشاني ۵۴ او اليکس کيري ۳۵ منډي وکړې.
د هندوستان لپاره کلديف ياداو او سيني يوه يوه ويکټه،جديجا دوې او محمدشامې ۴ ويکټي ترلاسه کړې.
د ۲۸۷ منډو هدف لپاره روهيت شرما د سټيوسميت سليزه په اوبو لاهو کړه.
د هندوستان لپاره په توپوهنه کي روهيت شرما ۱۱۳، ويرات کوهلي ۸۹ او شرياس اير ۴۴ منډي وکړې.
د اسټراليا لپاره هزليووډ،اګار او ادم زمپا يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
په دريمه يو ورځنۍ لوبه کي هندوستان په ۷ ويکټو اسټراليا ته ماته ورکړه او سيريز يې په خپل نوم کړ.
د دريمي لوبي د غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما وګټله خو د سيريز د غوره لوبغاړي جايزه ويرات کوهلي ته ورکړل سوه.
د درو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه اسټراليا په ۱۰ ويکټو، دويمه او دريمه يو ورځنۍ لوبه هندوستان په ۷ ويکټو وګټلې.
هندوستان څو ورځي وروسته د نيوزلينډ سره شل اووريزي لوبي لري.