سپورټ کرکټ

هندوستان د اسټراليا څخه د لومړنۍ لوبي غچ واخيستی!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د هندوستان او اسټراليا ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه پرون ترسره سوه.

د لوبي پچه اسټراليا وګټله او هند ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.

هندوستان په پوره ۵۰ اوورونو کي ۳۴۰ منډي وکړې.

شيکر داون ۹۶، لوکيش راهول ۸۰، ويرات کوهلي ۷۸ او روهيت شرما ۴۲ منډي وکړې.

د اسټراليا لپاره په توپ اچوونه کي ريچارډسن ۲ او ادم زمپا ۳ ويکټي واخيستلې.

د هندوستان د ۳۴۱ منډو هدف په تعقيب اسټراليا ښه پيل ونکړ.

ډيويډ وانر ۱۵ او اررون فينچ ۳۳ منډي وکړې،پداسي حال کي چي په لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه کي دواړو سليزي وهلي وې.

د سټيو سميت ۹۸ منډو او د لابوشاني ۴۶ منډو هم لوبه ورته ونه ګټله.

د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کي سيني،جديجا او کلديپ ياداو دوې دوې، همدارنګه جسپريټ بومرا يوه او محمد شامي ۳ ويکټي ترلاسه کړې.

هندوستان د ۳۶ منډو په توپير لوبه وګټله.

د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه لوکيش راهول ته ورکول سوه.

د يکشنبې په ورځ د سيريز وروستۍ لوبه ترسره کيږي پداسي حال کي چي لومړنۍ لوبه اسټراليا ګټلې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.