مارچ 4, 2021

هندوستان او پاکستان یو ځل بیا د مجبورۍ له امله مخامخ دي 

د کرکټ په نړۍ کې دوه سر سخته سیالان، چې د کلونو راهیسې یې سیاست هم په کرکټ کې دخیل شوی دی، یو ځل بیا د کرکټ په ډګر کې سره مخامخ کیږي.

دواړو هېوادونه د سیاسي کشمکشونو له کبله یو بل سره ډیر په کرکټ کې نه مخامخ کیږي، خو د کرکټ په نړیوالو او نورو جامونو کې مجبور وي، چې یو د بل خلاف ولوبیږي.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په نړیوال جام کې د لوبیدو وروسته دواړه هېوادونه اوس د کرکټ اسیايي شورا لخوا په راتلونکي اسیا جام کې سره یو د بل پر وړاندې دي.

 د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ سیالي د دواړو هېوادونو د کلونو راهیسې د پرتې دوښمنۍ له کبله د مینه والو لپاره ډیره زیاته جالبه وي او یو بل څخه ماتې خوړل نه مني.

په لمړیو وختونو کې پاکستان په هندۍ لوبډله لاس بری و، خو په وروستیو نږدې ۸ کلونو کې د هندوستان سترګه پر پاکستان سره ښکاري او په ډیر شمیر سیالۍ یې ترې ګټلې دي.

 له دې وړاندې به پاکستاني مینه والو د هندوستان خلاف پښتون الراونډر شاهد خان افریدي او تیز بالر محمد عامر ته سترګې اړولې، خو اوس دغه لوبډله شاهد افریدي له ځان سره نلري.

 بل خوا هندي مینه وال په خپلو ټولو لوبغاړو نازیږي، خو په سر کې ېې په نړیوال او د هندوستان په کرکټ کې راج کونکی ویرات کوهلي دی.

په وروستیو درې سیالیو کې هم پاکستان ته محمد عامر هیلې وربښلې وې، خو ویرات کوهلي بیرته په خپل شتون کې د هندۍ لوبډلې خلاف غلطې ثابتې کړې او د پاکستان خلاف یې په درې واړو لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي.

 د کرکټ اسیايي جام سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵مه نیټه پیلیږي، چې په لمړۍ لوبه کې به سریلنکا د بنګله دیش په سیالۍ کې مخامخ شي.

همدا راز د سیپټمبر میاشتې په ۱۷ مه نیټه به افغانستان په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د سریلنکا او د سیپټمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه به پاکستان د هندوستان سره بخت و ازمایي.

په دغه جام کې د ګډون کونکو لوبډلو څخه افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او شپږمه لوبډله به د مالیزیا، سینګاپور، هانګ کانګ، نیپال او متحده عربي اماراتو څخه یوه د غواراوي پړاو څخه راتیرییږي، چې لا تر دې مهاله نه ده په ډاګه شوې.

 د اسیا جام په نوم د کرکټ ۵۰ اوریزه دا سیالۍ، چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه پیلیږي، د همدغه میاشتې تر ۲۸ مې نیټې پورې به په متحده عربي اماراتو کې دوام ولري.