ټولنیز ژوند سپورټ

هندوستاني کرکټ لوبغاړي، کلدیپ یادوو د خلکو زړونه وګټل

هندوستاني کیڼ لاسي سلو توپ اچوونکي کل دیپ یادو(Kuldeep Yadav) د یوه معلول انسان سره د میني او احترام له امله د ګڼو مینوالو زړونه وګټل.

په ټولنیزه رسنیو کې یوه ويډیو خپره شوې چې ښکارې د کلدیپ یادوو یو مینوال تر سیالۍ وروسته د دغه لوبغاړي په انتظار د لوبغالي په دروازه کې ولاړ وي.

کلدیپ یادوو په وروسېدو یې هغه معلول انسان زیات خوشحالیږي او ده سره خبرو کولو له امله خوښې ښايې.

دغه معلول هلک په ویل چېئر(د معلولو خلکو لپاره ځانګړی شوی سایکل) کې ناست وي، خبرې هم په درست ډول نشي کولی او پښې او لاسونه یې هم په سم ډول کار نه کوي.

ویډیو؛

کلدیپ یادوو د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تر څنګ په همدا اوس په روان آی پي ایل سیالیو کې د کلکته نایټ رايډر د لوبډلې په ګټه لوبیږي.

کله چې د هندوستان پریمیرلیک ۴۹مې سیالۍ کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې راجستان رویلز لوبډلې ته ماته ورکړه، نو په همدغه سیالۍ کې دغه کیڼ لاسي سلو توپ اچوونکې د راجستان د لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

تر د سیالۍ تر خلاصېدو وروسته کلدیپ یادو دغه مینوال د نوموړي لپاره په انتظار وي چې دی یې د زړه دغه ارمان هم ورپوره کړي.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې کلدیف دغه معلول مینوال د معلولو کسانو لپاره په ځانګړي سایکل کې ناست وي او د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې جامې یې پر تن وي.

د دغه لوبغاړي په ورسېدو سمدلاسه ورته ښه راغلاست وایي هغه یې د خوښۍ پوښتنه کوي او دی ځواب په ډېر زیات نرمۍ سره ورکوي.

تر همدې مکالمې وروسته ترې معلول مینوال د په غیږي کې نیولو غوښتنه کوي چې دغه هندوستان لوبغاړی یې دغه غوښتنه هم په ډېر ارام زړه او خوښۍ سره مني او خپل معلول مینوال کلک په غیږ کې نیسي.

دا ویډیو پر ټولنیزه مېډیا د کاروونکو تر منځ ډېر لاس په لاس شوه او د کلدیف دغه کار د کرکټ مینوالو ډېر وستایه.
خو دا نه دي ویل شوي چې د کلدیف دغه مینوال څوک دی؟
کلدیپ یادو د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تر څنګ د هندوستان په ۱۹ کلنو، کلکتې نایټ رایډرز، ممبئ انډینز، اترپردیش او د اتراپردیش په ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله کې لوبېدلی.

تر اوسه ځوان دی او د ۲۳ کالو او ۱۶۰ ورځو عمر لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی