اپریل 18, 2021

هند؛ د واده په دوديزو مراسمو کې ناوې له ډېرې ژړا مړه شوې

له هندوستان ټایمز څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، په هندوستان کې د واده په دوديزو مراسمو کې د ناوې زړه له ډېرې ژړا درېدلی او یاده ناوې مړه شوې ده.

د هند د دودیزو مراسمو له مخې، د واده له دود څخه وروسته، ناوې باید د خدای په امانۍ دود ترسره کړي، دا مراسم هغه مهال ترسره کېږي چې ناوې له خپلې کورنۍ څخه خدای په اماني اخلي او له خپل خاوند سره نوی ژوند پيلوي.

په دغو مراسمو کې یوې ناوې دومره وژړل چې بې سېکه شوه او روغتون ته تر لېږدولو وروسته ډاکټرانو وويل چې د زړه درېدو له امله مړه شوې ده.

د سیمې د اوسېدونکو په وينا، مړه شوې ناوې، د هند د ادیشا ایالت ده، او د دغې ناوې پلار له واده څخه درې میاشتې وړاندې مړ شوی و.

څه موده وړاندې داسې راپور هم شوی و چې په ډنمارک کې يوه ښځه چې په ماغزو کې یې سرطاني غده وه، له واده څخه یوازې ۱۵ دقیقې وروسته مړه شوې وه.

ويل کېږي هغه ځکه په دغې ناروغۍ اخته شوې وه چې هغه ملګري یې چې له هغې سره یې لس کاله ژوند کړی و له يادې ښځې سره یې له واده کولو څخه ډډه کړې وه.