ليکنه: صابر حميدي
څلور میاشتي مخکي د هلمند ولایت په کرزي فوټبال لوبغالي کي د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي پرون دوشنبه د لیسه ذکور فوټبال لوبډلي په اتلولۍ سره پاي ته ورسېد.
د دفتاڼي په خبره، چي د دې لیګ په وروستۍ ورځ لیسه ذکور ۳ ګولونه پر ۱ بُست ته ماته ورکړه او تر نورو لوبډلو ئې په ډیرو نمرو خپلولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي لیسه ذکور لوبډلي په خپلو درلودونکو ۱۴ ټولو لوبو کي بریاوي خپلي کړې او په یادو لوبو کي ئې تر نورو ټولو لوبډلو ډېر ۵۷ ځله ګولوهني ترسره کړې.
اوس به د یاد لیګ اتله لوبډله لیسه ذکور د یوه کال لپاره د هلمند په استازولي د کندهار، روزګان، زابل او نیمروز ولایتونو په وړاندي لوبي ترسره کړي.
د دغو دوو مېوو ترکیب په چټکتیا سره د بدن غوړي اوبه کوي
د مېوو له ډلې کولای شو له سټروس (ګرېپ فروټ) او لېمو څخه نوم واخلو چې له یو بل سره په ګډه کولای شي د وينې د قند کچه ښکته راولي او د انسولین د ... نور ولولئ