هلمند کي د سولي په نوم ۳۰ اووريز ټورنمينټ پيل سو.

ليکنه: مدثر دعوت
د هلمند کريکټ اکاډمۍ له لوري د سولي په نوم ۳۰ اووريز ټورنمينټ په ملت لوبغالي کي پيل سو.
د هلمند کريکټ اکاډمۍ روزونکی عبدالرحمن ناصري وايي پدې ټورنمينټ کي د اکاډمۍ ۵ لوبډلي شتون لري چي هره ورځ به يوه لوبه تر سره کيږي.
ناصري ياران ته وويل ۳ لوبډلي د تجارانو ياهم ځوانانو له لوري سپانسر سوي خو پاتي ۲ لوبډلي په خپل مالي لګښت لوبي ترسره کوي،چي لاهم د مالي ملاتړ لپاره انتظار باسي.

دا لوبډلي ټولي د هلمند کريکټ اکاډمۍ پوري تړاو لري چي د ځوان ناصري،پښتون،ايوبي، د سولي سفيران او د سولي کاروان په نومونو سره په ټورنمينټ کي لوبيږي.
د هلمند د کريکټ امر محمدحسين فولادوال د سولي په نوم ټورنمينټ د جوړيدلو موخه د ځوانو لوبغاړو لا پياوړي کول او تشويق يادوي همدارنګه دده په خبره غواړي د سولي خوږ نوم هرځل د خلکو او هرچا تر غوږ ورسيږي،او دا د سولي د ملاتړ يو پيغام دی چي د جګړې ښکيلو غاړو ته يې ورکوو.

فولادوال وايي په ۲۰۱۹ز کال کي څو پرلپسې ټورنمينټونه د هلمند د کريکټ امريت له لوري په لار اچول سوي وه خو دا چي لاهم د هلمند معياري لوبغالی ندی جوړ سوی نو په ملت لوبغالي کي پر سميټي ويشتنځای لوبي ترسره کيږي.
يارمحمد طوفان چي پدې ټورنمينټ کي د سولي کاروان اکاډمۍ لوبډلي لپاره لوبيږي د کريکټ د امريت څخه يې مننه کړې چي د دوی د پياوړتيا لپاره يې پرلپسې ټورنمينټونه په لاره اچولي.

طوفان ياران ته وويل چي د هر ټورنمينټ په ترسره کولو سره په ځوانو کريکټرانو کي مثبت تغيرات ليدل کيږي.
دده په وينا موږ په روان کال کي کابو ۴ ټورنمينټونه لوبولي چي دهغوۍ له ډلي يې د ګريډ ون او ګريډ ټو سياليو څخه ډيري تجربې ترلاسه کړي.