هلمند په فوټبال کي ننګرهار ته ماته ورکړه!

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان د فوټبال د اتلانو ليګ په لړ کي د ننګرهار جوانان وفا او د هلمند د ذکورو د ليسې لوبډلي سره مخ سوې.
د هلمند ليسه ذکور لوبډلي وکولای سوه چي د ننګرهار جوانان وفا لوبډلي ته ۷ ګولونه ورکړي خو په ځواب کي يې د ننګرهار لوبډلي يوازي يو ګول ترسره کړ.
د هلمند لپاره عبدالقيوم بارکزي ۳، اسدالله رضايي ۲، او عبدالواحد نورزي هم دوه ګولونه ترسره کړه.

د ليسه ذکور او جوانان وفا لوبډلي په الف ګروپ کي دي، چي تر اوسه ليسه ذکور لوبډلي يوه لوبه د هرات اټک انرژۍ لوبډلي ته بايللې او يوه يې ګټلې خو ننګرهار دواړي لوبي پر کابل او هلمند بايللي.
که چيري هلمند د دوشنبې په ورځ د کابل لوبډلي ته ماته ورکړي نو نيمه پايلوبي ته ځي.
د اتلانو د فوټبال ليګ کي ۸ لوبډلي په الف او ب ګروپونو ويشل سوي.

الف ګروپ کي د هلمند ليسه ذکور، کابل اردو،ننګرهار جوانان وفا او د هرات اتک انرژي فوټبال لوبډلي شاملي دي.
په ب ګروپ کي د بدخشان عقاب پامير، پنجشېر پيروزي،لوګر اتحاد او د فارياب خراسان فوټبال لوبډلي شاملي دي.
دا اتلانو ليګ د قوس په ۲۸مي پيل سوی چي د جدي تر دريمي به ګروپي لوبي دوام وکړي.

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ