خبريال: مدثر دعوت
د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيول کيدو په خلاف لاريون ترسره سو.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین د دوشنبې په سهار وختي د پېښور په تاکال سیمه کي د پولیسو له خوا ونیول سو.
لسګونو ځوانانو،مدني فعالانو،سپين ږيرو او مشرانو د منظور پښتون د نيولو په وړاندي احتجاجي حرکت کي پر پاکستان د مرګ شعارونه ورکول.
لاريون کوونکو د پاکستان حکومت د پښتنو سره په ظلم او بربريت تورنوي او وايي چي پاکستان تل غواړي پښتون ټوپک په لاس او جګړه مار کړي.
دوی منظور پښتين د پښتنو د ږغ رسا او يو مبارز شخصيت ياد کړی چي ارمان يې يوازي د تورو تيارو څخه د خپل قوم ژغورل دي.
لاريون کوونکو په يو ږغ د منظور د ازاديدلو غوښتنه وکړه،همدارنګه د ملګرو ملتونو،بشر حقونو او بخښني نړيوالو سازمانونو څخه يې غوښتنه وکړه ترڅو پر پاکستان فشارونه وارد کړي.
د هلمند ترڅنګ نن د افغانستان نورو ولايتونو کي هم د پښتون ژغورني د غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيولو په غبرګون کي لاريونونه ترسره سوه.
د پښتون ژغورني غورځنګ غړي وايي چي پاکستاني حکومت د غورځنګ بل غړی محسن داوړ هم نیولئ دئ.
دوی لیکي چي بشرا ګوهر او افراسیاب خټک نادرکه دي.
فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي