هغه ۸ کلنه انجلۍ چې د معیوبو ورونو، کونډې مور او ځوانې خور سرپرستي کوي !

نن مو د ننګرهار ولایت اوسیدونکې یوې کوچنۍ انجلۍ له کیسې خبروو چې څنګه د خپلې کورنۍ څنګه کوي؟
دا انجلۍ روبینه نومیږې، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د دامان کلي اوسیدونکې ده، شاوخوا یو کال وړاندې يې د کلونو، کلونو په خپل ځای پروت د سرطان ناروغ پلار له لاسه ورکړی، نوموړې یوه ځوانه خور، یو پر پښو معیوب ورور، بل د سترګو پر شب کورۍ اخته ناروغه ورور او یوه ځوانه کونډه مور لري.
– روبینه خپله کورنۍ په څه ساتي؟!
روبینه یوه کتاب پلورونکې ده. دا کار یې د ذوق او لیوالتیا خبره نده، بلکې د کتابونو پلور يي روزګار دی، نوموړې وايې:

«کور په کور ګرځم او بیلابیل دینې کتابونه پلورم او په همدې کسب کې چې څومره ګټه لاس ته راوړم، نو هغه مې مور راته ټولوي او په پای کې پرې د کور لپاره بیلابیل خوراکې توکي اخلو.»

– روبینې ته ددې کار ګټه څه ده؟
هغه وايي:

«زه له خپل رب ډیره شکرګذاره یم، ځکه لاس چاته د سوال لپاره نه غځووم بلکې؛ خپلې کورنۍ ته حلال رزق پیدا کومه
که څه هم ډیر لږ خلک د کتاب ویلو مینوال دي، خو ماته دا ډیره ښه ده چې کوم کور ته ورشم، نو ځینې وګړي يې راته د کتاب نوم اخلي او راڅخه يې ورته د راوړلو غوښتنه کوي، نو دې چارې مې راته ورځنی کار یو څه هیله مند کړی.»

– روبینې ته يې په مخه کې زیانونه او خنډونه
د روبینې عمر ته په کتو نوموړې باید اوس د ښوونځې په دوهم ټولګې کې واي، خو برعکس د پلار ناروغۍ او مړینې يې د نوموړې دا هیلې وژلې او هغه يې د زده کړو پرځای خپلې کورنۍ ته په نفقې راوړلو اړ کړې.

هغې راته وویل:

«زما زړه ډیر خفه کیږي کله چې نورې انجونې ګورم چې پاکې، پاکې ښوونځیو ته روانې وي. ویریږم چې څوک مې ونه تښتوي ځکه دلته انسان تښتونکې ډیر دي او ویریږم له هغې ورځې چې ددې اوږدې لارې چې زه يې د کلې ترښاره هره ورځ تګ راتګ ته اړ یم د کوم موټر ښکار نشم.»

– د روبینې هیلې

« هیله منده یم چې یوه ورځ مو د ژوند ټولې ستونزې هوارې شي. ورونه مې په خپلو پښو ودریږي او روغ شي ترڅو د بل د اوږو بار نشي او زه ښوونځی ووایم څو مې راتلونکی ښه شي.»

د روبینې تر ټولو با ارزښته خبره داده چې هغه د سولې غوښتونکې او له خدایه رالیږل شوې سختې ازموینې شکرګزاره ده، نو ځکه په هرې خبرې کې وايي د خدای ډیر شکر دی له دې بدتره دې نه وي.
د روبینې په شان ډیرې داسې کمکۍ انجونې شته چې روانو بدبختو جګړ او خرابو شرایطو له خواږه ژوند او نعمته بې برخې کړي. هیله ده زموږ دولت او خیریه ټولنې دداسې خلکو اساسي لاسینوی وکړي او ارمانونه یې پوره کړي.