هغه ښځې چې نارينه ورسره مینه نه کوي

ښځه د خپلو اخلاقو پر مټ کولای شي يو نارينه دې ته اړ کړي چې له هغې سره مينه وکړي خو بل خوا يوه ښځه د خپلو اخلاقو پر مټ کولای شي د نارينه زړه له ځانه تور کړي او هغه دې ته اړ کړي چې ورسره مینه ونه کړي. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د هغو ښځينه وو د ځانګړنو په اړه معلومات درکړم چې د دې لامل کېږي چې نارينه ورسره مينه ونه کړي.

لومړی: هغه ښځينه چې ډېرې غږېږي

موږ ټول په دې پوهېږو چې ښځينه خبرې کول خوښوي او غواړي چې د هرې پېښې په اړه له خپل خاوند سره وغږېږي او هغه ته د خپل ژوند د ټولو پېښو په اړه ټول معلومات ورکړي خو نارينه نه خوښوي چې ښځه یې ډېره وغږېږي او د کور ټولې کيسې ورته وکړي. نو که غواړئ چې خاوند مو درته پام وکړي او له تاسو سره یې مینه کمه نه شي ډېرې خبرې مه کوئ او د کور هره وړه خبر ورته مه وايئ!

دویم:  احساساتي ښځينه

ښځې ډېرې حساسې دي، ژر خپه کېږي، نرم زړه لري او د هرې پېښې په لیدو ژاړي خو نارينه د ښځو دا کړنه نه خوښوي او له هغو ښځو سره مینه نه کوي چې د هرې پېښې لپاره ژاړي. نو هڅه وکړئ چې د خپل خاوند د خوشالولو او مینې لاسته راوړلو لپاره خوشاله اوسئ او د خپل شاوخوا هره پېښه جدي مه ګڼئ!

درېيم: هغه ښځینه چې ډېرې ګيلې کوي

ډېری ښځې نه شي کولای چې پر خپلو پښو ودرېږي، خپلواک ژوند وکړي او خوښوي چې پر خپل خاوند تکیه وکړي او نارينه ورنه ملاتړ وکړي خو نارينه له دې ډول ښځينه وو نه کرکه لري او غواړي چې مېرمن یې خپلواکه وي او پر خپلو پښو ودرېږي. نو هڅه وکړئ چې خپلې ستونزې تر خپلې وسې پورې خپله حل کړئ او خاوند مو مه په عذابوئ!

څلورم: هغه مېرمنې چې مینه نه کوي

په معمولي ډول نارينه د مینې تږي دي او غواړي چې مېرمن یې له هغه سره مینه وکړئ خو که چېرې مېرمن یې له هغې سره مینه ونه کړي او ورسره سړه رويه وکړي نارينه له خپل مېرمن نه لرې کېږي او له دې ډول ښځو سره مينه نه کوي. نو هڅه وکړئ چې له خپل خاوند سره مینه وکړئ تر څو هغه هم له تاسو سره مينه وکړي.

پنځم: هغه مېرمنې چې شک کوي

ډېری ښځې غواړي چې د خپل خاوند د ژوند په اړه په پوره توګه معلومات ولري او د هغه د هرې کړنې او په ژوند کې یې تېره شوې هرې پېښې نه خبره اوسي خو نارينه دا ډول مېرمنې نه خوښوي او نه غواړي چې مېرمن یې د هغه د ژوند د هرې پېښې او هرې کړنې په اړه معلومات ولري. نو هڅه وکړئ چې پر خپل خاوند باور وکړئ تر څو ښه او له خوښیو ډک ژوند ولرئ!

شپږم: هغه ښځينه چې ډېر توکي پېري

ټولې مېرمنې له سودا اخيستلو سره مینه لري خو ځینې بیا په دې برخه کې زياتی کوي او هڅه کوي چې ډېری وخت د سودا په اخيستلو تېر کړي او خپل خاوند د سودا اخيستلو ته اړ کوي خو نارينه د ښځينه وو دا ځانګړنه نه خوښوي او د ښځينه وو له دې ځانګړنې کرکه لري. نو هڅه وکړئ چې په منځنۍ کچه سودا واخلئ او خپل خاوند د سودا په اخيستلو او يا د پیسو پر مصرفولو په عذاب نه کړئ!

اووم: هغه ښځينه چې پر ځان باور نه لري

د ښځينه وو يوه بله ځانګړنه چې نارينه یې نه خوښوي پر ځان باور نه درلودل دي. ښځې غواړي له هغو نارينه وو سره مینه وکړي چې پياوړې وي او پر ځان باور ولري. نو هڅه وکړئ چې پياوړي و اوسئ او د خپل خاوند مینه ترلاسه کړئ!

اتم: هغه ښځينه چې خپل خاوند يوازې نه پرېږدي

نارينه هغه ښځې نه خوښوي چې په دوامداره توګه ور پورې نښلي او نه پرېږدي چې خاوند یې يوازې پاتې شي. په دې پوه شئ چې خاوند مو هم يو انسان دی او غواړي چې له خپلو ملګرو سره وخت تېر کړي. خپل خاوند ته وخت ورکړئ چې کله کله يوازې اوسي او له خپلو ملګرو سره د ژوند نه خوند واخلي په دې توګه به هم تاسې خوشاله وئ او هم به مو خاوند له تاسو نه خوشاله وي او له تاسو سره به ډېره مينه وکړي.

د لیکنې په پای کې باید يادونه وکړو چې تر ټولو غوره ښځه هغه ده چې د خپل خاوند په ځانګړنو پوه شي او د هغه د خوښې سره سم ژوند وکړي.  هغه مېرمن چې د خپل خاوند په خوښه ژوند کوي او د هغه هره مشروع غوښتنه مني تر ټولو ښه او هوسا ژوند لري.

وروستي مطالب