اپریل 12, 2021

هغه ښځې چې میړونه یې ډیر ښکلي نه دي خوښ ژوند لري

Advertisements

دا به مو ډير اوریدلي چې وايي” ښکلې نجلۍ د بدرنګ هلک په نصیب وي.“ خو پوښتنه دا ده، چې ایا دغه نجلۍ به خوشاله وي؟
د دغې پوښتنې د ځوابولو په اړه څیړونکو د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه پوهنتون کې یوه په زړه پورې څیړنه کړې. دوی په (۱۱۳) نویو واده شویو جوړو باندې څیړنه وکړه د دې په پار چې ایا فزیکي ښکلا د میرمنې او خاوند د خوشالۍ لامل کیدلی شي او که نه؟
دغه فرضیه حقیقت بیانوي، ځکه چې یو ګلالی هلک تر ډیره بریده کولای شي چې د ډیرو نجونو پام ځانته راواړوي. همدا ده چې میرمن یې ځان په خطر کې ويني او په ځان فشار راوړي ترڅو خپل فزیکي ښکلا د ځینو خوړو څخه په پرهیز او سپورټ کولو مناسبه وساتي ترڅو د خپل د خاوند پام نورو نجونو ته وانوړي.
د دغې څیړنې پایلې دا تیوري اثباتوي او وايي ” هغو میرمنو چې له لږ ښکلو یا په بله وینا ” بدرنګو“ سړیو سره وادونه کړي وو، ډیرې خوشاله وې، د خپل ډول ډال د ساتلو لپاره ډیرې تر فشار لاندې نه وي، او له ځینو خوړو به یې ډیر لږ پرهیز کاوه.
د څیړندویې ټانیا رینولډز په وینا: د ښځو د ظاهري ښکلا، پرهیز او چلند ترمنځ توپیر یوازې د هغوی په ټولنیز چاپیریال، په ځانګړي توګه د هغوی د ګلالیو رومانټیکو میړونو پورې اړه لري.
څیړنه همداراز زیاتوي، هغه ښځې چې لږ ښکلې وي او میړونه یې زیات، نو دوی لږ خوشاله وي او تر ډیره بریده له ډیرو خوړو پرهیز کوي ترڅو له چاغۍ مخنیوی وکړي.
دا څیړنه وايي، هغه سړي چې بدرنګ وي او میرمنې یې ښکلې، نو ډیره هڅه کوي چې خپلې میرمنې خوشاله وساتي ، ښکلي څیزونه ورته اخلي، وخت په وخټ ډالۍ ورکوي، او تر ټولو مهمه دا چې د کور په کارونو کې مرسته کوي. په بله اصطلاح، لږ ښکلي سړي خپل خوشالي په نورو شیانو کې لټوي، چې دا خبره تر ډیره بریده حقیقي بریښي.
د دغې څیړنې په وینا، د ښکلو ښځو میړونه تر ډیره بریده خورا ژمن وي او د خپلو میرمنو په خوشالولو پانګونه کوي او داسې احساس کوي چې د دوی قسمتونه ښه دي او د نړۍ ترټولو ښکلې میرمنې یې په برخه شوي دي.
په ساده توګه دغه سړي، دغې وینا ته ډیر ارزښت ورکوي: “خوشاله میرمن، خوشاله ژوند”
دغې څیړنې دغه ټکي ته هم اشاره کړې، چې د څیړنې د ګډونوالو په منځ کې د بدرنګو سړیو ښځې خورا زیاتې خوشاله او قانع بریښیدې.
لیکنه: سهار سباوون

ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ