فبروري 27, 2021

هغه څه چې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې باید عملي کړئ

د ویکي هاو ویبپاڼې لیکنه
ژباړه: غازي عابد
۱- لومړی داولیکئ چې ولې غواړي دغه مشخص اهداف ترلاسه کړئ. علتونه یې معلوم کړئ. څومره ډیر لاملونه یې چې لیکل شئ ویې لیکئ. هر کله مو چې انګیزه لږه هم کمزورې کیده نو د علتونو او لاملونو دغه لیست ته سر ورښکاره کوئ، بیا انګیزه درکوي.
۲- په خپل چاپيریال کې مو انګیزه ایجاد کړئ. خپل خوب خونه هم یخه ساتئ، البته په ګرمو موسمونو کې او هغه کارونه وکړئ چې چاپيریال کې مو انګیزه پرې ښه شي.
۳- بیلابیل معلومات ولولئ څو د خپلو اهدافو په اړه ډیر څه ترلاسه کړئ. باید په دې پوه شې چې څه شی او کوم کارونه درته دا سخت کار اسانه کولی شي.
۴- ځانته یو پلان یا جنتري شانې جوړه کړئ او په هغې کې مو ورځیني اهداف ځای پر ځای کړئ. دا یو غوره عادت دی چې څو پرمختګ وکړئ او د خپلو کړنو یا اهدافو ترلاسه کولو لپاره ځانته هم محاسب اوسئ.
۵- باید ستاسې اهداف ممکن او ترلاسه کیدونکي یعنې مناسب وي. ځکه د ناممکنه اهدافو ټاکنه مو له ناکامۍ سره مخ کوي، وخت مو نیسي او بلاخره مایوسه کوي مو هم.
۶- خپل تعهد او ژمنتیا مو ارزیابي کړئ، چې تاسې ددې اهدافو ترلاسه کولو لپاره څومره ژمن یاست. بیا وروسته اهدافو ته د رسیدو په برخه کې به له دومره مشکل سره مخ نه شئ.
۷- ځان مطمئین کړئ چې ستاسې اهداف مشخص او اندازه کیدونکي دي، ځکه که داسې نه وي بیا یې هم ترلاسه کول ستونزمن وي.
۸- خپل اهداف مو په کوچینو برخو وویشئ او هره برخه په همدې ډول سره ترلاسه کړئ، څو بشپړ اهداف ترلاسه شي.
۹- ددې لپاره خت مشخص کړئ چې دا هداف به په څومره وخت کې ترلاسه شي او باید څومر وخت پرې ولګوئ.
۱۰- خنډونه او ستونزې مشخصې کړئ او پلان ورته برابر کړئ چې هغه خنډونه به څرنګه له مخې لرې کوئ.
۱۱- رښتینی او مثبت فکر یې په اړه ولرۍ او ځان ډاډه کړئ چې اهداف به ترلاسه کوئ.