هغه وروستي قدمونو چې هيلي يې را مړې کړې

ليکنه: زمزمه خان

داسې معلومیده چې د شپې درېیمه برخه ده  د نظامي الوتکو ږغ راویښه کړم سترګې مې خلاصې کړې، ورور می تر سترګو سو چې له کوم چاسره په تلیفون خورا ګړندی ږغېدی، لکه کوم نظامي چې و، مبایل یې د څو ثانیو وروسته قطع کړ، ور ږغ مې کړل وروره څه کیسه ده؟ ویل یې:ولایت مقام سقوط سو دې الوتکو کې د ښار لوړ رتبه چارواکې ځې ما ور غبرګه کړه نظامیان څه سوه؟ تر څه مودې سکوت وروسته یې د خبرو فاصله لنډه کړه ويې ويل هغه هم ځي فکر کوم ځیني ولایتونه یې ط ال ب انو ته تبادله کې ورکړې دي.

 دې دروغجنه جګړه کې تر هر څه دردونکي د هغه سرتیرو دوکه کول وه چې د وطن ددفاع په نوم تر ننه په خط کې وجنګیدل/شهیدان سوه ددې تشویشونو سره مې سترګې ورغلې وې او ویده سوې ومه، څو دقیقې وروسته مې سترګې و غړولې د لمانځه وخت و چې ناڅاپه مې د خاله د خاوند ږغ  تر غوږ سو ویل یې هلئ راسئ ستاسي نطامیان ځي، دخاله خاوند مې دخپل وخت لوی مجاهد تېر سوی وو.

د نظامیانو د موټرونو د ږغ  ترڅنګ مې دمور دعا له ژړا سره ګډه واوریده ویل یې خدای مو ژوندي لره بریا دي ستاسې وي، زما په شمول دکور ټولو ښځو او نجونو ځانونه دکور تر دروازې ورسوله، د کور دروازه مې  خلاصه کړه د اردو موټرونه له تور،سور،زرغون ،بیرغ سره یوځای دسپین بیرغ په منځ کې په داسې حال کې تیریده چې ط ال ب ان په موټرونو او موټرسیکلانو سپاره له سپین بیرغ سره ترمخه وه او دوی ورپسې.

 بې اختیاره مې له سترګو اوښکې روانې وې، ورور مې د سرای د دروازي د باندې دواړه لاسونه ترشا ولاړ وو،دی به نوري ورځې بغیر له دستمال او خولۍ څخه نه وتی خو نن پداسې حال کې چې بې پروا، سر تور سر او لڅي اوږې وو پوښتنه یې وکړه څنګه راغلې؟ ما ور غبرګه کړه، زه؟ زه مې ملي احساس  راويستم، دوی و چې زموږ امنیت یې ساتی خورا په ډاډ سره مو هر سهار د کتابونو بسته په اوږو را ځوړندول درسونه مو ویل دوی وه چې موږ ته د سواداره او پوه خلګو  خطاب کیږي، دوی وه چې شپې یې زموږ د ارام خوب دپاره سبا کولې، دوی وه چې نن موږ هر څه یوو. زما دې احساساتي حالت د ورور ستونی د ژړا ډک کړ،داسې لکه  اوښکې چې یې له سترګو رخصتې اخلي، ماته یې شاه کړه څه شېبه وروسته یې مخ را وګرځاوه، سترګو یې هر څه روښانه بیانول ویل درځه چې د ټانګونو  د تیز رفتار له کبله دوړې دې ناروغه کوي، بغیر له ځنډه مې ور غبرګه کړه وروره دا دوړې ماته د ګلابونو تر خوشبويۍ معتبري دي، دا دوړي زما معافیت قوي کوي، دا دوړي زما هغه هیلې دي چې له دوی سره ځي،دا دوړي ماته د سولې د سمبول  بوي راکوي، دا دوړي ماته د سکون انګیزه راکوي.

ورور مې دروازه بنده کړه د سر په ښورولو یې راته د کور خواته د روانیدو اشاره وکړه، ما په ناهيلي ډول د ځان سره دا زمزمه کول: نظامیان به یو ځل بیا راځي، هو تاسو به حتماً د نوي پیغام سره راځئ، وخت به راځي هو!!وخت دهرچا راځي خو ستاسې ده به دوره یي، ددې هیلې سره سره چې دوی به راځي له خدایه مې یوه هیله درلودله چې نور قیامت که، نور مې د ژوند شیبې لنډې کړه ،ځکه زما فکر راته دا وايي چې د دوی تګ دښه ژوند کولو پای دی.!

هلمند_ افغانستان

2021/8/14