هغه لوبغاړي چې د توپوهونکو کېچونه یې غورځولي او لوبډلو یې درانه پورونه پرې کړي

 

په کرکټ کې یوه اصطلاح ده، چې ټېک د کېچ وېن د مېچ، یانې کېچ واخله او مېچ وګټه.

یا موږ وایو چې کېچونه مېچونه ګټي، دا رښتیا هم ده کله چې یو ښه او با تجربه لوبغاړي څخه د بالر په هنر کېچ ووځي او ډګر ساتونکی یې ډراپ کړي، نو د ډکر ساتنې لوبډله بیا ستر پور پرې کوي.

دا لوبډله یا له پوره ستونزه سره مخ کېږي او یا هم لوبه په ستر توپیر بایلي.

خو کله چې یو ډګر ساتونکی د یو ښه توپوهونکي سخت کېچ ونیسي؛ نو د توپوهونکي د ملا ماتولو سربېره د توپوهنې پاڼۍ د لوبډلې ملا هم ماتوي.

یعنې که کېچ واخلې د ډګر ساتنې لوبډله بریالۍ کېږي او که کېچ وغورځوي مقابلې لوبډلې ته لوبه په واک کې ورکوي.

دلته د ځېنو هغو کېچونو په اړه معلومات درکوو چې د ډګرساتونکو لخوا ډراپ شوي او لوبډلې یې ستر پور پرې کړی دی.

 

۲۰۱۴م کې تېسارا پرېرا د روهېټ شرما کېچ

پرېرا د هندوستان اېدن ګارډېن کې د هندوستان د پیاوړي توپوهونکي روهېټ شرما کېچ په داسې حال کې ډراپ کړ، چې هغه په څلورو منډو لوبېده.

شرما هغه وخت په څلورم نمبر توپوهنې ته راته.

پرېرا نه یواځې دا چې د هندوستان د توپوهنې لاین ته یې یوه ساه ورکړه، بلکې د روهېټ د ژوند غوره ریکارډ هم د پرېرا د تېروتنې له امله جوړ شو.

دا وخت روهېټ شرما ۲۶۴ منډې وکړې او دا په یو ورځنیو لوبو کې په یواځې ځان د یو توپوهونکي لخوا زیاتې او ریکارډي منډې دي.

په دې لوبه کې هند د سریلانکا پر وړاندې ۴۰۴ منډې کړې وې او لوبه هند په ۱۵۳ منډو وګټله.

۱۹۹۰م کې کېرن مور د ګراهام ګوچ کېچ

د هند لوبډلې په ۸۰ یایمو او ۹۰ یمو کلونو کې په سختۍ په بهر هېوادونو کې لوبې ګټلې، یو ځل داسې و چې د انګلستان پر خاوره یې د ټېسټ لوبو ګټلو تابیا نیولې وه.

د انګلستان د لوبغاړي ګراهام ګوچ کېچ د هندوستان د کېرن شنکر مور لخوا ډراپ شو او د هندوستان د بریا چانس خاورې اېرې شو.

 

له دې وروسته ګوچ د هندوستان د توپ اچونې ټول غړي وټکول او ۳۳۳ منډې یې پرې وکړې.

د ده کېچ په ۳۶ منډو کې ډراپ شوی و.

هند بیا دا لوبه په ۲۴۷ منډو بایللې وه او ګوچ په دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې هم ۱۲۳ منډې کړې وې.

هارشل ګېبز ۱۹۹۹م کې د سټېف واف کېچ

په دې کال کې نړیوال پنځوس اوریزجام و، چې هارشل ګېبز پکې د نړۍ د کرکټ تر ټولو تاریخي کېچ ډراپ کړ.

دا کېچ په داسې حال کې ولوېد چې اسټرالیا په سوپر شپږ یا سېکس پړاو کې وه او یوې لوبې ته یې اړتیا لرله چې سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته ولاړه شي.

افریقا ۲۷۲ منډې کړې وې، د اسټرالیا ۱۴۹ منډې وې په ۳۰ اورونو کې یې ۳ لوبغاړي اوټ وو، چې سټېف واف توپوهنې ته راغی.

د ده کېچ په مېډ وېکټ کې د هارشل ګېبز لخوا وغورځېد، له دې وروسته ده ۱۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې وګټله.

سټېف واف وویل چې ګېبز کېچ نه بلکې د نړیوال جام ټرافي یې له لاسه ورکړه.

یعنې که چېري دا کېچ نیول شوی وای، نو سویلي افریقا لوبه ګټله او سیمي فاینل ته تلله او هغه وخت بله داسې سیاله لوبډله نه وه، چې د افریقا مقابله یې کړې وه.

په دې کال کې اسټرالیا نړیوال جام وګاټه او پایلوبه کې یې پاکستان ته ماته ورکړه.

دا د اسټرالیا دویمه اتلولي وه، چې یو ورځنیو نړیوالو جامونو کې یې ترلاسه کړه.

عبدالرزاق ۲۰۰۳م نړیوال کې د ټېنډولکر کېچ

پاکستان د نړیوال جام په اوږدو کې د هندوستان پر وړاندې لوبه کې ۲۷۳ منډې وکړې.

هندوستان د چېسېنګ پرمهال په ۵۷ منډو سېواګ او ګنګولي له لاسه ورکړل.

سچېن ټېنډولکر ۳۲ منډې کړې وې، چې د وسیم اکرم په توپ ترې کېچ ووت او عبدالرزاق یاد کېچ وغورځاوه.

وسیم اکرم، رزاق ته وویل ته پوهېږې، چې د چا کېچ دې وغورځاوه؟

ټېنډولکر بیا په دې لوبه کې ۹۸ منډې وکړې او لوبه یې وګټله.

مارلن سمیولس په ۲۰۱۵م کې د مارټېن ګوپټېل کېچ

په څلورم کواټرفاینل لوبه کې د وېسټ انډیز پیاوړي لوبغاړي مارلن سمیولس ستره تېروتنه وکړه.

د نړیوال جام په دې لوبه کې د نیوزیلېنډ اوپنر مارېټن ګوپټېل ۴ منډې کړې وې، چې سمیولس یې کېچ وغورځاوه.

نوموړي دا مهال په یواځې ځان په ویسټ انډیز ۲۳۷ منډې وکړې او په ۱۴۳ منډو نیوزیلېنډ لوبه وګټله.

 

۲۰۱۴م کې د سمیع الله شینواري لخوا د عمر اکمل کېچ

۲۰۱۴م کې افغانستان او پاکستان په اسیا جام کې سره مخ وو، چې دا مهال پاکستان د توپوهنې برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

عمر اکمل کمې منډې کړې وې او سمیع الله شینواري یې اسانه کېچ ډراپ کړ.

له دې وروسته اکمل ۱۰۳ منډې وکړې او پاکستان لوبه وګټله.

 

۲۰۱۵م کې نړیوال جام کې اصغر افغان د تېسارا پرېرا کېچ ډراپ کړ او سریلانکا ته یې موقع ورکړه، چې د افغانستان ۲۳۶ منډې هدف په سخت حالت کې چېس کړي.

پرېرا ۴۹ ناسوځېدلې منډې په ۲۸ توپونو وکړې.

 

وروستي مطالب