هغه توپوهونکي، چې په کرکټ کې زیات اېل‌بي‌ډبلیو شوي

 

د کرکټ په نړۍ کې له یو اوټونو څخه د اېل‌بي‌ډبلیو اوټ دی، چې ډېری وخت پرې توپوهونکي سوځېږي.

لېګ بیفور وېکټ اوټ هغه راځي کله چې توپ اچوونکی‌توپ ترسره کړي، بال په لاین کې پېچ شي، توپ د توپوهونکي په بېټ ونه لګېږي او په پښه یې ولګېږي. نو بیا بالر اپيل کوي او لوبڅار اوټ ورکوي.

ځېنې وخت توپوهونکی توپ پسې خورا ټېټ شي، نو توپ یې د لاس له مړوند پورته حصو کې لګېږي دا وخت هم بالر اپیل کوي او لوبڅار بیا عادلانه پرېکړه کوي.

ځېنې توپوهونکي توپ پسې ټېسټ شي، چې سویپ یا جارو شاټ ووهي؛ نو توپ د توپوهونکي په اوږه یا د وجود په بله حصه لګېږي دا وخت هم بالر اپیل کوي او لوبڅار د اوټ برخه کې خپل تصمیم نیسي.

ډېری وخت توپوهونکی د بل توپوهونکي سره په مشورې ریوو اخلي، یا کله چې توپوهونکی ډاډه وي، چې توپ یې په بېټ ټچ کړی دی؛ نو بیا هم ریوو اخلي او ځان له اوټ څخه بچ کوي.

دلته هغه توپوهونکي درپېژنو چې زیات اېل‌بي‌ډبلیو شوي دي.

 

سچین ټېنډولکر

د کرکټ د نړۍ ماسټر توپوهونکی دی، چې د سلو سلیزو پاچابلل کېږي.

سچین ټېنډولکر ۵۱ ځلې په نړیوال کرکټ کې اېل بي ډبلیو شوی دی.

دی په اېل‌بي‌ډبلیو اوټ کې تر نورو مخکې دی.

دویم ځای د انګلستان نامتو توپوهونکي ګراهام ګوچ سره دی، دی ۵۰ ځلې په نړیوال کرکټ کې

اېل‌بي‌‌ډبلیو شوی دی.

درېیم ځای د اسټرالیا ریکي پونټېنګ سره دی، دی چې د کرکټ د نړۍ یو مخکښ توپوهونکی و، ۴۱ ځلې اېل بي ډبلیو سوځېدلی دی.

د انګلستان الېک سټیوارټ هغه توپوهونکی دی، چې اېل‌بي‌ډبلیو اوټ کېدو کې یې څلورم ځای خپل کړی دی، دی ۴۰ ځلې اېل‌بي شوی دی.

پنځم مقام د ویسټ انډیز شیونارېن چندرپال ترلاسه کړی دی، دی ۳۸ ځلې اېل بي ډبلیو سوځېدلی دی.

دا شمېرنه تر ۲۰۱۴ کال پورې شوې ده او ښایي له دې وروسته هم ځېنې توپوهونکي ریکارډ مات کړي او وسوځېږي.

خو د افغان لوبډلې پخوانی اوپنر توپوهونکی کریم صادق په شاوخوا ۳۵ لوبو کې اېل بي ډبلیو شوی نه دی.

 

وروستي مطالب