Advertisements
سپورټ

هغه توپ اچوونکي چې (نوبال) یې نه دی کړی

لیکنه: مدثر دعوت

ژباړه: مدثر دعوت

په کرکټ کې د نوبال ترسره کول، د لوبې اړخ بدلولی شي او يوازې يې ګټه توپ وهونکو ته رسيږي، لوبډلې ته مفتي منډي ورکوي او توپ اچوونکی مجبوره دی چې اضافه توپ ترسره کړي.

د نوبال په ترسره کولو سره د توپ وهونکي په ګټه پرې هيټ راځي او په دوه توپونو سره توپوهونکی کولی شي بې له کومې وېرې توپونه ولوبوي او غټ شاټونه ترسره کړي.

د کرکټ په تاريخ کې د نوبال د ترسره کولو په وخت کې ډېرې جالبي شېبې راغلي دي، کله توپوهونکی توانېدلی چې د موقع څخه غوره استفاده وکړي او کله بيا توپ اچوونکی بريالی شوی چې د خپل غلط توپ دفاع وکړي.

په اوسنيو وختونو کې شايد تاسو هم داسې توپ اچوونکی نه وي ليدلی چې نوبال يې نه وي ترسره کړی، خو د کرکټ تاريخ داسې پنځه توپ اچوونکي لري چې په خپل نړيوال مسلک کي يې نوبال نه دی ترسره کړی.

خو په دغو توپ اچوونکو کې يوازې يو ورو يا سپينر توپ اچوونکی دی چې نوبال يې ندی ترسره کړی، نور څلور واړه نيمه تېز توپ اچوونکي دي.

راځئ پوه شو چې دغه لوبغاړي څوک دي چې تر اوسه يې نوبال نه دی ترسره کړی، ايا دا ددوی وړتيا ده که بخت؟

۱ـ کپيل ديو

کپيل ديو چې دويم نوم يې هريانا دی د هندوستان لپاره يې د يوغوره الرونډر په حيث دنده ترسره کړېده.

کپيل وروسته ترهغې چې تقاعد شو لاهم يې د هندوستان د لوبډلي لپاره نه ستړي کېدونکي هلی ځلې کړيدي.

کپيل خپل ټيسټ لوبې په ۱۹۷۸ز کال کې پيل کړې، خو په ۱۹۸۳ز کال نړيوال جام کې يې په ۱۳۸ توپونو ۱۷۵ منډې ترسره کړې او د زيمبابوې څخه يې هماغه لوبه وګټله.

کپيل ديو په ۱۳۱ ټيسټ لوبو کې ۵۲۴۸ منډې، او ۲۲۵ يو ورځنيو لوبو کې يې ۳۷۸۳ منډي ترسره کړيدي.

په ټيسټ کې يې ۴۳۴ ویکټې او په يو ورځنيو لوبو کې يې ۲۵۳ لوبغاړي سوځولي دي.

په ټيسټ کرکټ کې يوازینی کرکټر دی چې تر ۵۰۰۰ ډېرې منډې او ۴۰۰ ویکټې يې ترلاسه کړيدي.
خو کپيل په خپل ۱۶ کلن مسلک کې هيڅکله نوبال ترسره نه کړ.

۲ـ عمران خان

عمران خان د ۱۹۹۲ز کال مشهوره نړيوال جام کې د پاکستان لوبډلمشر وو.

هغه وخت چې پاکستان يو غوره لوبغاړي او ښه لوبډلمشر ته اړتيا درلوده عمران خان دغه تشه ورته ډکه کړه.

عمران خان په ۱۹۸۲ز کال کې د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو، د پاکستان لپاره يو بریالی لوبډلمشر ثابت شوی دی.

دی يوازنی پاکستانی لوبډلمشر دی چې په ۱۹۸۷ز کال کې يې هندوستان ته په خپل کې ماتې ورکړل.

عمران خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې يوازینی لوبډلمشر دی چې د ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام يې وګاټه، ده په پايلوبې کې ۷۲ منډې ترسره کړې او د ۴۳ منډو په ورکولو سره يې يوه ویکټ هم ترلاسه کړه.

پاکستاني الراونډر عمران خان په ۸۸ ټيسټ لوبو کې ۳۸۰۷ منډې او ۳۶۲ ویکټې ترلاسه کړيدي.

په ۱۷۵ يو ورځنيو لوبو کې يې ۳۷۰۹ منډې او ۱۸۲ وکټي ترلاسه کړيدي.

عمران خان هم يو له هغو پنځو لوبغاړو دی چې په خپل ټول مسلک کې يې هيڅ نوبال نه دی ترسره کړی.

۳ـ ايان بوتام

ايان بوتام پخوانی انګليستانی، يو با استعداده او پياوړی الراونډر وو.

ده خپله وړتيا د کرکټ په ټولو برخو کې ښودلې وه، که هغه ټيسټ وو يا يو ورځنۍ لوبې.

ده د ټيسټ کرکټ په ۱۵ کلن سفر کې په ۱۰۲ لوبو کې په ۲۸.۴۰ اوسط سره ۳۸۳ ویکټې تر لاسه کړي او په ۳۳،۵۴ اوسط سره يې ۵۲۰۰ منډې ترسره کړيدي.

بوتام د خپل کرکټ په ۱۶ کلن سفر کې يو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په يوه اوور کې يې تر ۶ اضافه توپونه نه دي کړي.

۴ـ ډينس ليلي

د اسټراليا پخوانی تېز توپ اچوونکي کولی شول چې په هر حالت کې د لوبې لوری بدل کړي.

ليلي لومړنی توپ اچوونکی وو چې په ټيسټ کرکټ کې يې ۳۵۰ ویکټې ترلاسه کړلې.

د اسټراليا دغه تېز توپ اچوونکي په ۱۹۷۱ز کال کې خپل مسلک پيل کړ، خو په ۱۹۸۴ز کال کې يې تر ډېرو فشارونو وروسته خپل مسلک ته د پای ټکی کښېښود.

ليلي په دغو ۱۳ کلونو کې په ۷۰ ټيسټ لوبو کې ۳۵۵ ویکټې په ۲۳.۹۲ اوسط کې اخيستي دي.

ده په ټيسټ کې ۲۳ ځلې ۵ ویکټې او ۷ ځلې ۱۰ وکټي اخيستي دي.

ليلي د اسټراليا لپاره په ۶۳ يو ورځنيو لوبو کې په ۲۰.۸۳ اوسط سره ۱۰۳ ویکټې ترلاسه کړيدي.

ليلي د خپل ځانګړي نظم او حرکت سره هيڅکله تر کريس پښه وانه ړول او نوبال يې ترسره نه کړ.

۵ـ لانس ګيبز

د ويسټ انډيز ورو توپ اچوونکی لانس ګيبز د ټيسټ کرکټ د تاريخ يو له برياليو کرکټرانو څخه دی.

د انګلينډ تر فريډټرومين وروسته لانس دويم لوبغاړی دی چې په ټيسټ کرکټ کې يې ۳۰۰ ویکټې ترلاسه کړي، خو په ورو توپ اچوونکو کې لومړنی توپ اچوونکی دی.

دغه ورو توپ اچوونکي ۷۹ ټيسټ او ۳ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړيدي چې په خپل مسلک کې يې ۳۱۱ ویکټې اخيستي دي.

ده هم په خپل ټول نړيوال مسلک کې هيڅکله غلط توپ ترسره نه کړ او په ورو توپ اچوونکو کې تر اوسه پورې بل داسې توپ اچوونکی نشته چې نو بال يې نه وي ترسره کړی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.