هسپانوي مارک مارکیز د موټر سایکل ځغلولو سیالیو اتلولي یوړه

رنګین تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
مارکیز دریم هسپانوی دی، چې د موټو جي پي په نوم د موټرسایکل ځغلولو سیالیو اتلولي ګټي.
نوموړي د موټر سایکل ځغلولو سیالیو له پخواني نړیوال اتل مایک ډوهان سره ځان مساوي کړ.
رسنۍ وایي مارکیز لومړیو کې د موټرسایکل د ټایرونو یا اربو له ښوېدلو وزورېده، خو ډېر ژر یې توازن برابر کړ او دوه ځلې یې غبرګه رېنګ دایره طی یا ووهله.
marquezq1 هسپانوي مارک مارکیز د موټر سایکل ځغلولو سیالیو اتلولي یوړه
ده دا ریکارډ د یکشنبې په ورځ په جاپان کې جوړ کړ او د لسګونه موټرسایکل ځغلوونکو په منځ کې یې اتلولي واخېسته.
د مارکیز دې بریا د هغوی لوبډلې او رهبرۍ غړو ته ځواک ورکړ او دا اتلولي یې خورا رغوونکې بللې ده.
دا لومړی ځل نه دی، چې مارکیز د دې سیالیو اتل کېږي، بلکې د نړۍ په کچه دا د هغه شپږم ځل دی چې اتلولي اخلي.
marquez هسپانوي مارک مارکیز د موټر سایکل ځغلولو سیالیو اتلولي یوړه
سږ کال دی د ټولې نړۍ په کچه د موټر سایکل ځغلوونکو اتل پاتې شو.
لومړیو کې کواټارارو هغه په خپل چټک رېس سره وګواښه؛ خو ډېر ژر مارکیز هغه په ځغلولو کې رالاندې کړ او یو اېنچ یې هم هغه پرېنښود، چې مخکې شي.
هسپانوي مارکیز په پایلوبه کې ۲۵ نومرې واخېستې، د اتلولۍ ترڅنګ یې د نوملړ لومړی مقام هم قایم کړ.
crash هسپانوي مارک مارکیز د موټر سایکل ځغلولو سیالیو اتلولي یوړه
له ده سره په پایلوبه کې کواټارارو ۲۰ نومرې واخېستې د جدول دوهم ځای یې ونیو، دریم مقام بیا ډېویزیوسو واخېست، څلورم مقام د وېنېلس شو او پنځم مقام کرچلو ترلاسه کړ.

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.