هر کله چې بازار ته ځئ، نو خواښې ته مو حتما یو څه راوړئ

زموږ په ټولنه کې او په ځانګړې توګه مېرمنو ته اکثریت دا پېغور ورکول کېږي، چې په ښځو د تاوتریخوالي لوی لامل پخپله ښځه ده. یانې یوه ښځه په بله ښځه ظلم کوي.

د خواښې پر نږور او نږور په خواښې همدا راز نندور او نورو د ژوند او کړنو مثالونه ورکوي، چې تر ډېره بریده رښتیا هم ده.

د هر کور مشره مېرمن یانې مور د هغه کور داخله وزېره وي. د هر کار کولو د امر او پلان صلاحیت، د بچو د کنټرول، مېړه او زوی په لاس کې د نیولو او راپور ورکولو چارې د همدې داخله وزیرې مربوط او صلاحیت وي.

که په یوه کور کې په نږور ظلم کېږي، ترشا به یې ضرور د مور (خواښې) لمڅون یا شکایت وي. همدا راز که نږور ظلم کوي، لامل یې مېړه وي.

مور فکر کوي، چې لومړی زما زوی او بیا وروسته ستا مېړه دی، دا کور اول زما او مشره یې زه یم او بیا وروسته ته یې، چې نږور دېته غاړه نه ږدي.

برعکس نږور فکر کوي؛ چې ستا زوی و، خو اوس زما مېړه دی، اول زما مېړه او بیا وروسته ستا زوی دی. دغه راز کور هم، فکر کوي، مخکې ستا کور و او د چارو سنبالښت یې ستا ترغاړې و، اوس یې باید بشپړ صلاحیت زما په لاس کې وي.

په هر صورت، حقیقت خو دا دی چې، که مېړه/ زوی دی او یا هم که د کور چارې؛ د دواړو مشترک او خپل ځای معلوم دی.

هوښیاره مېرمن هغه ده، چې د دواړو د ساتلو او د خوشاله ژوند په هنر وپوهېږي او ځنې کار واخلي.

نو نن موږ هم د دغې تاوتریخوالي له منځه وړلو او د دې هنر یو څو نکتي ذکر کوو، چې نه سیخ وسوځي او نه هم کباب.

 

۱، مېړه ته مو د دې عادت ورکړئ، چې کله کور ته راځي، تر ټولو لومړی باید د خپلې مور خواته او بیا وروسته ستاسو خوا یا خونې ته درشي.

۲، هر کله چې بازار ته ځئ، نو خواښې ته مو یو څه ناڅه حتمي راوړئ، ولو که هغه د کاټن، کتان کالیو سیټ وي او یا هم که د لس روپو مومپلې.

۳، کله مو چې جامې بدلوئ، د اغوستلو لپاره دوه جوړې انتخاب کړئ او خواښې ته مو وروړئ، له هغې وپوښتئ چې کومه یوه جوړه واغوندئ؟ بیا چې هغې هر نظر درکړ، هماغه جوړه واغوندئ.

۴، کله مو چې مېړه درسره ښه رویه، رفتار کاوه، نو د خواښې ترمخه د هغې ستاینه وکړئ، چې خپل زوی ته یې دومره ښه روزنه ورکړئ ده.

۵، هېڅکله د هېچا پر وړاندې؛ د خپل مېړه، خواښې یا د کوم بل چا د خسرګنۍ بد مه وایئ، ځکه چې دا غیبت دی او غیبت کورونه ړنګوي.

۶، کله مو چې پخلی کولو، مخکې د پخلې نه له خواښې نه یو ځل حتمي پوښتنه وکړئ، چې نن څه پاخه کړم. اکثریت دا معامله ستاسې خوښې ته پرېږدي، خو احیانا که د کوم څه فرمایش یې درکړ، بیا د هماغې په خوښه پخلی وکړئ.

۷، که کله مو مېړه او خواښې یو ځای ناست او په مجلس و، تر ډېره هڅه مه کوئ، چې مېړه باندې غږ وکړئ یا یې هم له هغه ځایه دروغواړئ.

۸، د خواښې د خوښې ستاینه کوئ، دوی ته د دې باور ورکړئ، چې تاسي یې له اعلی ذوقه متاثره یاست.

۹، کله چې له خواښې سره ناستې وئ، نو دې سره د دې د پلارګنۍ خبرې کوئ او د دې د کوچنیوالي او پېغلتوب کیسې اورئ.

۱۰، کله کله پرته د هغې د ویلو یې پښې چاپي کوئ، سر یې زور کوئ.

۱۱، د خپلو ګاونډیانو او خپلوانو دمخه د خپلې خسرګنۍ او خواښې ستاینه کوئ.

۱۲، کله کله پرته د خواښې، خسر د ویلو، هغوی ته د بدلولو لپاره جامي را اخلئ او ورته وایست، چې بدلي یې کړئ.

ـ الله رب العزت دې په دې خبرو موږ ټولو مېرمنو ته د عمل کولو توفیق راکړي.

امین

وروستي مطالب