هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

هر سګرټ د انسان پينځه دقيقي عمر کموي

ټول نشه کوونکي (مخدرات)حرام دي او انسانانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول تاوانونه لري.

له ابن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هر نيشه شي، خمر(شراب) دي او هرنيشه يې شي حرام دی.

هرنيشه کوونکی څېز حرام دی نوځکه انسان ته تاوانونه لري، نننیوساينسي اوطبي څېړنوزباد ته رسولې چې ټول نيشه کوونکی شيان د انسان بدن ته روغتيايې تاوانونه رسوي او د نن نه څوارلس پیړۍ مخکې خبرې تائيدوي اوداسې وايې: ټول نيشه کوونکي شيان طبي تاوانونه لري چې د هغه له جملې سګرت د انسان حافظه خرابوي او هغه کس چې سيګرټ څکي له لوړ استعداده به برخمن نه شي او د دماغو له کمزورتيا سره به مخ شي.

سګرټ دکينسر(سرطان) لامل ګرځي او همدارنګه د سږي سرطان، د حنجرې سرطان، د معدې ناسور، د پښتورګي سرطان، د پانقراس سرطان، د مثانې سرطان، د زړه پړسوب او داسې نورې روغتيايي ستونزې پيداکوي، په امريکاکې تقريباً ۶۲۰۰۰ کسان د( برانشیت) په ناروغۍ اخته دي چې اصلي لامل یې سګرټ څښل دي.

په کال کې ۵۶۰۰۰۰ کسان د زړه د ناروغيوله کبله مړه کېږي چې په دوی کې ۱۷۰۰۰۰ يې يوازي د سګريټو په وسيله د زړه ناروغان وي.

د سږو د سرطان په وسيله په يوکال کې ۱۳۰۰۰۰ کسان مړه کېږي چې په دوی کې ۱۰۰۰۰۰ کسان د سګریټ په سبب د سږو په سرطان اخته او مړه کېږي.

دسګرټ څکل د معدې ناروغي پيداکوي اوپه نړۍکې داکثرو بې وخته مړو اصلي لامل سيګرټ څښل دي.

یوعالم وايي: هر سګرټ څښل د انسان پینځه دقيقي عمرکموي او په وينه کې د کلسترولو زياتيدل او د وينې د فشار زياتوالی له سيګرټه پيداکېږي.

سګرټ په لسګونونورې روغتيايې ستونزې هم لري.

الله تعالی ټول نيشه کوونکي شيان حرام کړي او ننني طبي تحقيقات هم د قراني احکاموخبرې تائیدوي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */