هرات کې چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په هرات کې یوې چاودنې اووه کسه وژلي دي.

د راپورونو له مخې تېره ورځ ماښام مهال په هرات ښار کې پر یوه ټونس ډوله موټر چاودنه شوې چې له امله یې اووه کسه وژل شوي دي.

په وژل شوو کې څلور یې ښځې دي.

د هرات روغتیایي چارواکي وایي چې په پېښه کې د څلورو مېرمنو په ګډون اووه کسه وژل شوي او نهه کسه نور ټپیان دي.

د هرات امنیه قومنداني هم پېښه تاییدوي، خو وایي په اړه یې پلټنې روانې دي.

تر اوسه ددغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

روغتیايي چارواکي دا هم وايي چې د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله