هرات: په طالبانو د ځانمرګو بریدونو خپلې ډیپو چاودنه کړې

د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې پر طالبانو د ځانمرګو واسکټونو خپله ډيپو چاودلې ده.

د هرات والي سید وحید قتالي ویلي، طالبان د پښتون زرغون ولسوالۍ اړوند مار آباد کلي په یوه جومات کې پر ماین جوړولو بوخت وو، چې خپل ماین پرې چاودنه کړې.

د هغه په خبره یاده پېښه نن له غرمې وړاندې رامنځته شوې، چې پر مهال یې شل طالبان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې لغمان کې شل وسله وال طالبان وژل شوي.

ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وايي، افغان ځواکونو تېره ورځ د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اړوند رهين او ګمبه سيمو کې هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې شل تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

وسله والو طالبانو ددې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

وروستي مطالب