فبروري 27, 2021

هرات د افغانستان د اتلانو فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه

لس ورځي مخکي د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلو لوبډلو ترمنځ په کابل کي د افغانستان د اتلانو لیګ په نوم د فوټبال سیالۍ پيل سوې، چي پرون شنبه د هرات اټک انرژي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د هرات اټک انرژي سره د یادو سیالیو پایلوبي ته د هلمند لیسه ذکور فوټبال لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي د هرات اټک انرژي د هلمند لیسه ذکور ټیم ته په ماتي ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
د یاد فدراسیون په خبره، چي د هرات لوبډلي په یاده پایلوبه کي ۲ ګولونه پر ۰ لیسه ذکور ټیم ته ماته ورکړه.
د هرات لپاره د پایلوبي دواړي ګولوهني هاتم شېردل ترسره کړې.

د یادو سیالیو درېیم مقام د پنجشېر پیروزي او څلورم مقام بیا د فاریاب خراسان لوبډلي خپل کړ.
په دې سیالیو کي د هیواد د اتو زونونو څخه اتو اتلو لوبډلو ګډون کړ وو.
یادو لوبډلو لومړی په خپل زون کي د میشتو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره کړې، چي په لومړي مقام ګټلو سره ئې یادو سیالیو ته لاره پيداکړه وه.
د زونونو ترمنځ د قهرمانۍ په نوم د فوټبال دا سیالۍ هر کال په کابل کي ترسره کیږي.
تېر کال بیا په یاد ټورنمنټ کي د هرات سرخ پوشانو د کابل سرې میاشتي ته په ماتي ورکولو سره اتلولي خپله کړه وه.