هاوکس لوبډله د کاناډا د ليګ اتله سوه.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثر دعوت
د ګلوبل کاناډا د شل اووريز ليګ پايلوبه د وينپيګ هاوکس او ونکوور نايټز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
د لوبي پچه ونکوور نايټز لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
img 20190812 2254106637795443426348187 هاوکس لوبډله د کاناډا د ليګ اتله سوه.
هاوکس لوبډلي په پوره ۲۰ اوورنو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۹۳ منډي هدف وټاکی.
کريس لين ۳۷، شیمن انور ۹۰ او جی پي ډومني ۳۳ منډي وکړې.
د نايټز لوبډلي لپاره انډري رسل ۴ ،پټان او علي خان دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې.
img 20190812 2253118150262642759290142 هاوکس لوبډله د کاناډا د ليګ اتله سوه.
د ۱۹۳ منډو هدف په تعقیب نائټز لوبډلي ښه پيل ونکړ.
ډسن ۲۳، سمس ۲۱، شعيب ملک ۶۴ منډي وکړې.
په وروستيو کي په ۱۸ توپونو ۵۴ منډو ته اړتيا وه چي انډري رسل په سټرایک وو.
رسل بریدګره توپوهنه وکړه په ۲۰ توپونو يې ۴۶ وکړې خو لوبه سوپر اوور ته ولاړه.
img 20190812 2252498927173608527125019 هاوکس لوبډله د کاناډا د ليګ اتله سوه.
د هاوکس لپاره ميکيرن او ایمرت دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې.
په سوپر اوور کي د نائټز لوبډلي له لوري ۱۰ منډي هدف وټاکل سو.
هاوکس لوبډلي په اسانۍ سره هدف پوره کړ او د ۲۰۱۹ز کال ګلوبل کاناډا ليګ اتلولي يې وګټله.
د پايلوبي غوره لوبغاړی شايمن انور او د سيريز غوره لوبغاړی ډومني سو.
img 20190812 2250494163144535333027542 هاوکس لوبډله د کاناډا د ليګ اتله سوه.