هاشم امله په ۲۷۸ توپونو ۳۷ منډې وکړې او لوبه یې مساوي کړه

د سویلي افریقا افسانوي مسلمان توپوهونکي د انګلستان په کورنیو ټېسټ قهرمانۍ جام سیالیو کې د جولای په ۸ مه نېټه د همپشایر پر وړاندې لوبه کې خپل جاود څرګند کړ او د بالرانو جادو یې رد کړ.

دا لوبه په ساوتمټن سیمه کې ترسره شوه، چې هاشم امله پکې په ۲۲ کم درې سوه توپونو درې کم ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې ماتې ته پرېنښوده.

نوموړي په لومړیو سلو (۱۰۰ ) توپونو یواځې درې منډې کړې وې او لکه دېوال د بالرانو پر وړاندې ولاړ و.

دی په کاونټي ټېسټ قهرمانۍ لوبو کې له سُري لوبډلې سره لوبېږي او داسې وخت کې په مېدان کې ولاړ و، چې په ۱۲۸ منډو یې ۸ وېکټې تللې وې.

ده پوره ۲۷۸ توپونه ولوبول په دې ډول یې لوبډله تر وروستۍ ورځې ژوندۍ وساتله.

په دې سره د ټېسټ لوبو وخت پوره شو او لوبه مساوي شوه.

په ۱۲۶ م توپ یې یواځې یوه څلوریزه ووهله.

د هاشم امله کېچ په سلېپ کې د این هولنډ لخوا د کېت بارکر په توپ ډراپ کړ او دا مهال امله ۳۰ منډې کړې وې، که چېري دا کېچ د همپشایر لوبډلې اخیستی وای، نو لوبه یې ګټله.

هاشم امله یو ځل مخکې هم د انګلستان پر وړاندې لوبه کې ریکارډ جوړ کړی و.

روژه په خوله او ۳۱۱ ناسوځېدلې منډې

په ۲۰۱۲ کال کې هاشم امله په کیا اوول لوبغالي کې په داسې حال کې لوبه پیل کړه، روژه و.

هغه خورا سخت ودرېد او بالاخره ۳۱۱ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او ریکارډ یې جوړ کړ.

په ۲۰۱۵ کې یې هم په ۲۴۴ توپونو ۲۵ منډې کړې وې او له ده سره اې بي ډیویلیرس هم په ۲۹۷ توپونو ۴۳ منډې کړې وې او په دې ډول یې هند سره لوبه مساوي کړې وه.

هاشم امله چې په ۲۰۱۹ کې یې نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې ویلي، چې هر لوبغاړی ځانته پلان لري او موږ چې کله لوبغالي ته ښکته کېږو، دا وایو چې د ځان لپاره او د کرکټ لپاره غوره څه وکړو.