سپورټ نړیوال کرکټ

نېپالۍ پېغلې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو غوره ریکارډ جوړ کړ.

ليکنه: سمیع الله درانی

۲۴ کلنې نېپالۍ پېغلې انجلي چاند د شل اوریزو لوبو په ترڅ کې د نړۍ په کچه بې ساری ریکارډ ثبت کړ او د نړۍ په سطحه یې ځان د شل اوریزو لوبو په برخه کې د توپ اچونې څېره کړه.

انجلي چاند د سویلي اسیا د ښځینه وو شل اوریزو لوبو په اوږدو کې د مالدیف لوبډلې پر وړاندې لوبه کې ۱۳ توپونه ترسره کړل، هیڅ منډه یې ورنه کړه او د مالدیف لوبډلې شپږ ښځينه لوبغاړې یې وسوځولې.

هغې په ۲ اعشاریه یو اوور کې ټول توپونه مِس کړل او هیڅ منډه یې ورنه کړه؛ خو د مقابلې لوبډلې د وېکټو تباهي یې وکړه.

چاند په خپل لومړي اوور کې درې وېکټې واخېستې، دویم اوور کې یې په څلورم او پنځم توپ پرله پسې دوه وېکټې واخېستې، چې په دې ډول یې دوه اورونوکې ۵ لوبغاړې وسوځولې او د خپل دریم اوور په لومړي توپ یې د مالدیف لوبډلې وروستۍ وېکټ واخېسته او هېټ هېټرېک یې هم پوره کړ.

نېپالۍ انجلي د نړۍ په کچه ریکارډ جوړ کړ؛ هغه د ښځينه وو او نارینه وو لوبغاړو په منځ کې لومړۍ لوبغاړې شوه؛ چې داسې یوه کارنامه کوي او د کرکټ په نړۍ کې د غوره بالرې څېرې لقب یې وګاټه.

هغې ته اوس بیسټ فیګرز اف د ټوینټي بالېنګ ویل کېږي.

د انجلي چاند په اورونوکې ۳ کیچونه، دوه بولډ اوټونه او یو سټمپ اوټ وشو.

د مالدیف لوبډلې ۸ وېکټې په صفر اوټ شوې او یواځې دوه لوبغاړو یې انډې ماتې کړې.

د مالدیف ښځينه لوبډلې لپاره حمزه نیاز ۹ منډې او حفصه عبدالله ۴ منډې وکړې.

په شل اوریزه لوبه کې ټول ۱۷ منډې هدف و او ټوله لوبډله په لس اعشاریه یو اوور کې وسوځېدله.

نېپالۍ ښځينه لوبډلې دا هدف په پنځه توپونو په اوپننګ پوره کړ، په لس وېکټو او ۱۹ اورونو یې مالدیف ته بې سارې ماته ورکړه.

نېپالۍ لوبډلې او نېپالۍ پېغلې دا ریکارډ د ډېسمبر په دویمه نېټه د دوشنبې په ورځ د نېپال په پوکارا سیمه کې جوړ کړ.

له دې وړاندې د مالیزیا ښځينه لوبغاړې ماس ایلیسا په شل اوریزو لوبو کې ۳ منډې ورکړې وې او ۶ وېکټې یې اخېستې وې.

هندي نارینه بالر ډیپک چهر د بنګله دېش خلاف شل اوریزه لوبه کې ۷ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې اخېستې وې، چې هغه د ۲۰۱۹ م کال د نومبر په میاشت کې دا ریکارډ جوړ کړی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی