نېدرلېنډ د سوپرلیګ پړاو لوبې په بریا پیل کړې 

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ پړاو لوبو په اوږدو کې د ایرلېنډ لوبډلې نېدرلېنډ ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی.

لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه ترسره شوه.

په دې لوبه کې نېدرلېنډ د لومړۍ توپوهنه کې د وانډر ګوګټېن د ۴۹ منډو، د مایبورګ د ۲۰ منډو، د مکس اوډوډ د ۲۳ منډو، د بس ډي لیډي د ۲۱ منډو، د ثاقب ذولفقار د ۲۳ منډو او د وان بیک د ۲۹ منډو په مرسته ۱۹۵ منډې وکړې، لس وېکټې یې ولاړې او پنځوس اورونه یې هم ولوبول.

د ایرلېنډ لپاره کرېګ یانګ او جوشوا لېټل درې، درې وېکټې واخیستې.

د ایرلېنډ پاڼۍ کې پال سټېرلېنګ او سیمي سېنګ ښه توپوهنه وکړه، پال سټېرلېنګ ۶۹ او سیمي سېنګ ۴۵ منډې وکړې.

ایرلېنډ په پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې وکړې او لوبه ترې نېدرلېنډ په یوه منډه وګټله.

لوګن وان بیک دوه او لوبډلمشر پیټرسېلر درې وېکټې ترلاسه کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ټېم وانډر ګوګټېن ونومول شو.

دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د جون په څلورمه نېټه کوي او درېیمه لوبه د جون په اوومه د راتلونکې دوشنبې په ورځ ترسره کوي.

د نېدرلېنډ او ایرلېنډ مخکینۍ یو ورځنۍ لوبې

دواړو لوبډلو لس یو ورځنۍ لوبې کړي، چې یوه نېدرلېنډ ګټلې، اووه ایرلېنډ ګټلي، یوه لوبه مساوي شوې او یوه لوبه بې پایلې شوې ده.

ایرلېنډ په دې لوبو کې څلور په ایرلېنډ کې ګټلي، دوه یې په نورو هېوادونو کې ګټلي دي.

لوړې منډې په یوه پاڼۍ کې نېدرلېنډ ۳۰۶ کړې وې؛ چې ایرلېنډ ورپسې چېس کړې وې او ۳۰۷ منډې یې کړې وې.

ایرلېنډ یوه لوبه کې ۱۷۷ کړې وې او د نېدرلېنډ پر وړاندې یې ترې دفاع کړې وه.

د نورو لوبډلو سره د ایرلېنډ او نېدرلېنډ لوبې

ایرلېنډ په خپلو وروستیو شپږو لوبو کې یوه ګټلې او پنځه یې بایللي دي او نېدرلېنډ بیا په پنځه لوبو کې درې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

وروستي مطالب