مارچ 7, 2021

نیپال د هالینډ خلاف د کرکټ تاریخي بریا ثبت کړه 

Advertisements

د کرکټ نړیوالې شورا سره په دې وروستیو کې د نیپال کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځینیو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو امتیاز ترلاسه کړ، چې له دې وروسته به د دغه سیالیو د ترسره کولو اجازه ولري.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د نیپال کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ۵۰ اوریزه سیالیو پیل د هالینډ خلاف په رسمي سیالیو سره وشو، چې په لمړۍ لوبه کې یې ماتې وخوړه، خو په دویمه نړیواله سیالۍ کې یې د خپل کرکټ تاریخي بریا ثبت کړه.

 په سیالۍ کې نیپال لوبډلې د سومپل کامي د ۶۱ او لوبډلمشر پاراس خادکا د ۵۱ منډو سره هالینډ ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ، چې پکې هالینډ د یوې منډې په توپیر سره ماتې وخوړه.

د هالیند لپاره ویسلي بریسي د ۷۱ منډو جوړولو سره بهترینه لوبه وکړه، خو لوبډله یې د بریا خپلولو کې پاتې راغله.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د هالینډ په امسټیل وین سټډیوم کې لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالي د اګسټ میاشتې په لمړۍ نیټه ترسره شوه، چې پکې نیپال ماتې وخوړه.

د کرکټ نړیوالې شورا سره په دې وروسیتو څو میاشتو کې د افغانستان ترڅنګ ایرلینډ بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو ترڅنګ یې نیپال د یو ورځینیو سیالیو سټیټس یا درجه خپله کړه، چې په نړیوال کرکټ کې د یو بدلون په معنی دي او د کرکټ د لآ پرمختګ لپاره دغه کړنه ترسره شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ