نیویارک ټایمز: بایډن او اداره یې هیڅکله د طالبانو واک ته رسېدل نه غواړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي چې طالبانو وروستیو څو اوونیو کې د یو شمېر سیمو د نیولو هڅې پیل کړې دي او داسې فکر کوي چې د زور له لارې واک ته رسېدلی شي.

ورځپاڼه وایي، د جولای میاشتې تر نیمایي پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو دا په دې مانا نه ده چې افغانستان به یوازې پاتې کېږي.

د ورځپاڼې په خبره، د امریکا ولسمشر جو بایډن او اداره یې هیڅکله نه غواړي چې طالبان بیا واک ته ورسېږي او یا لږ تر لږه ښارونه د دغې ډلې لاس ته ولوېږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا، امریکایي چارواکي اوسمهال په بحثونو بوخت دي، دوی پر دې کار کوي چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره یا پوځي الوتکې پرېږدي او یا هم ورته بدیله لار ولټوي.

د یادونې ده چې ولسمشر غني ویلي چې افغان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی خو په وینا یې طالبان جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د سره صلیب کمېټې له نوي رییس ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب پخواني رییس د نوي رییس د معرفي کولو تر څنګ وویل چې دوی په دوحه کې د جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکراتي پلاویو سره په اړیکه کې دي، څو د بشري حقونو بین المللي قوانینو اړوند مسایل د عمده بحث په توګه د سولې خبرو کې په پام کې ونیسي.

ارګ وایي چې ولسمشر غني د افغانستان لپاره د دغه بنسټ پر راپورونو د نیوکې ترڅنګ ویلي چې یاد بنسټ باید په افغانستان کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو په اړه غبرګون وښیي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو بحث ته هېڅ پام نه دی شوی او باید دغه موضوع د یادو خبرو مهمه برخه وګرځي.

وروستي مطالب