نیویارک ټایمز:طالبانو پر ښارونو بریدونه نور هم زیات کړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې هوا سړه ده او په تېرو کلونو کې به په دې موسم کې جګړې نه کېدې، خو روان ژمی طالبانو د تېر پر خلاف خپلې جګړې ډېرې کړې دي.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې کندهار او کندوز ددې هڅو ښې بېلګې دي چې روان ژمی طالبانو پرې د بریدونو ګڼې هڅې کړې دي.

ورځپاڼه دغه راز خبرداری ورکوي چې ښايي د پسرلي په راتګ سره په افغانستان کې جګړې لا شدیدې شې.

نیویارک ټایمز ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښکېل لوري باید پر سوله او مذاکراتو تمرکز وکړي او د جګړو د ختم لپاره باید امریکایي حکومت رغنده ګامونه اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د ملګري ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما په خپل تازه راپور کې ویلي چې د سولې خبرو له پیله سره هم مهاله په افغانستان کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

د یادې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۱ د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د دغو بریدونو له امله ډېریو مسلکي کسانو ځانونه پټ کړي او ان ډېری پېژندل شوي اشخاص له افغانستان څخه وتلي دي.

د راپور په وینا، د وژل شویو ۱۱ کسانو له ډلې پنځه یې د بشري حقونو مدافعین او شپږ هغه یې د رسنیو کارکوونکي وو چې په تېرو څلورو میاشتو کې په هدفي بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي دي.

یونما ویلي چې دغو بریدونو د سولې پر پروسې د خلکو باور زیانمن کړی دی.

د ملګري ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي کله چې د سولې خبرې پیلېږي تر نورو ډېر باید د هغو کسانو خبرې واورېدل شي چې تل له ټولنې سره په اړیکه کې پاتې شوي دي خو په خبره یې د دې پر ځای چې د دې کسانو خبرې واورېدل شي غږ یې چوپ کېږي او وژل کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.