نیویارکر: افغانستان د نړۍ په کچه له ستر ناورین سره مخ دی

افغانستان د نړۍ په کچه له ستر ناورین سره مخ دی.

نیویارکر نشریې تازه د افغانستان د روان اقتصادي وضعیت په اړه یو مطلب خپور کړی دی او وایي په دغه هېواد کې روان بشري ناورین به میلیونونه کسان زیانمن کړي.

سرچینه وړاندې لیکي، د اوسني ناورین لامل یوازې اوسنی حکومت نه دی، بلکې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شل کلن ماموریت یې له پوښتنې سره مخ کړی دی.

د سرچینې په خبره له اوسني وضعیت ښکاري چې نړیوالې ټولنې په تېره امریکا او ملاتړو یې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او دایمي پرمختګ لپاره د پام وړ کارونه نه دي کړي، نو له همدې امله نن میلیونونه وګړي له بشري ناورین او اقتصادي ځوړتیا سره مخ دي.

سرچینې پر نړیوالې ټولنې په تېره پر امریکا غږ کړی چې دلته د روان ناورین مخه ونیسي، بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله