نیوزیلېنډي لیو کارټر د نیوزیلېنډ لپاره د نړیوال ریکارډ بنسټ کېښود

نیوزیلېنډي لیو کارټر د جنوري په پنځمه نېټه د شپږ شپږیزو ریکارډ کې ځان شریک کړ.
نیوزیلېنډي کیڼ لاسي ۲۵ کلن توپ وهونکي لیو جېمز کارټر د شل اوریزو لوبو په اوږدو کې د شپږ شپږیزو په وهلو سره د شپږو شپږیزو وهونکو لوبغاړو په ریکارډ کې ځان شریک کړ.
نوموړي د جنوري په ۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د نیوزیلېنډ په داخلي شل اوریزو لوبو کې د په هاګلي اوول سیمه کې په کیڼ لاسي سپین بالر او توپ وهونکي انټن ډیوسیچ شپږ شپږیزې سر په سر ووهلې او په یوه اوور کې یې د شپږ شپږیزو ریکارډ جوړ کړ.
هغه د لوبې شپاړسم اوور کې دا ریکارډ جوړ کړ.
کارټر ټول توپونه په لېګ سټم ولوبول او ټول یې له پولې واړول.
د نارترن ډېسټرېکټ لوبډلې کانټېربوري لوبډلې ته ۲۲۰ منډې هدف ورکړی و، چې د کارټر په چټکې او ریکارډي توپ وهنې سره یې هدف پوره کړ او نارترن ډېسټرېکټ لوبډلې ته یې ماته ورکړه.
لیو جېمز کارټر په ۲۹ توپونو ۷۰ منډې وکړې.
د شپږو شپږیزو وهونکي توپ وهونکي

۱۹۸۷ م کال کې هندوستاني ریوي شستري شپږ شپږیزې وهلې وې.
افریقایي هارشل ګېبز په ۲۰۰۶ م کال کې په نېډرلېنډي بالر یو اوور کې شپږ شپږیزې وهلې وې.

یوراج سېنګ په ۲۰۰۷ م کال کې په انګلستاني براډ په نړیوال جام کې په یو اوور کې شپږ شپږیزې وهلې وې.
او افغاني حضرت الله ځاځي د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ پرمهال په شارجه لوبغالي کې په عبدالله مزاري یو اوور کې ۶ شپږیزې وهلې وې.

حضرت الله ځاځي ۱۱ کاله وروسته د یوارج سېنګ ریکارډ مات کړ، ځاځي د ۲۰۱۸ م کال په اوږدو چې د اکټوبر میاشت وه، د افغانستان لپاره د شپږو شپږیزو نړیوال ریکارډ بنسټ کېښود.
اوس چې په یو اوور کې د یو لوبغاړي له خوا د شپږ شپږیزو د وهلو یادونه کېږي، نو حضرت الله ځاځی، یوراج سېنګ، لیو کارټر، هارشل ګېبز به پکې خامخا یادېږي.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ